ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مرمر ډبرو د صنعت طرحه تايید شوه

د مرمر ډبرو د صنعت طرحه تايید شوه

author avatar
20 Apr 2018 - 09:40
د مرمر ډبرو د صنعت طرحه تايید شوه
author avatar
20 Apr 2018 - 09:40

کابل(پژواک،٣١ورى٩٧): د اقتصاد عالي شورا د مرمرو او ګرانیټ ډبرو د استخراج او پروسس د پانګونې او دغه راز په افغانستان کې د مرمر ډبرو د صنعت طرحه تايید کړه.

د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ پرون مازدیګر په ارګ کې د اقتصاد عالي شورا غونډه جوړه شوه، چې د وچې بندرونو د جوړولو په طرحې بحث یې وکړ او  د مرمرو او ګرانیټ ډبرو د استخراج او پروسس د پانګونې طرحه او دغه راز په افغانستان کې د مرمر ډبرو د صنعت طرحه یې تايید کړه.

لومړی د مالي وزارت مسوولانو په افغانستان کې د وچې بندرونو د جوړولو طرحه غونډې ته وړاندې کړه.

ولسمشر غني په دې اړه وویل چې په دې برخه کې باید محدودیتونه، فرصتونه او میعارونه واضح شي.

هغه لارښونه وکړه چې مالیې او ترانسپورټ وزارتونه دې په زیربنایي چارو کې د جمهوري ریاست د ستر سلاکار تر نظر لاندې د خصوصي او دولتي سکتور سره په همغږۍ پر مشخصې طرحې کار وکړي.

غني وویل چې د تاسیساتو د جوړولو لپاره باید کمېټه جوړه شي چې په معیاري ډول د معیاري تاسیساتو د جوړولو څرنګوالی وڅاري، ځکه د وچې د بندرونو د جوړولو موخه د وارداتو او صادراتو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کول دي.

 هغه زیاته کړه، هغه کمپنۍ چې  په دې برخه کې کار کوي باید لازم ظرفیتونه ولري.

د یادې طرحې په اساس د وچې په بندرونو کې د موټرو د تم ځای سیمه، د ذخېروي اسانتیاوې، ګدام، د بارګېرۍ د خالي کولو ځای، بسته بندي، د ګمرکي پړاوونو د طی کولو خدمتونه، لېږد رالېږد، سړخونې، د توکو لېږد او مالیاتي خدمتونه په کې شامل دي.

د غونډې په دویمه برخه کې په  افغانستان کې د مرمر ډبرو د صنعت په اړه د کانونو او صنایع خونې په همکارۍ د کانونو او سوداګرۍ وزارت پر ګډ راپور  بحث وشو.

له بحثونو وروسته یاده طرحه  تائید او پریکړه وشوه چې واضح تخنیکي معیارونه باید عملي شي او هغه شرکتونه چې معیار  (سټنډرډ) مراعتوي تعرفه دې پرې راکمه شي.

جمهوررئیس محمداشرف غني وویل چې حکومت د پانګونو هرکلی کوي او باید د پانګونو ډول او د هغې موثریت تشخیص شي.

د لومړني اټکل له مخې په افغانستان کې د مرمر ډبرو زیرمې تر ۱۵۰ ملیاردو ډالرو زیاتې دي چې کابو ۲۵ استخراجي او ۱۰۸ د پروسس شرکتونه پکې فعالیت کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.