ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د چنار کلنۍ دوديزه مشاعره جوړه شوه

د چنار کلنۍ دوديزه مشاعره جوړه شوه

author avatar
20 Apr 2018 - 14:31
د چنار کلنۍ دوديزه مشاعره جوړه شوه
author avatar
20 Apr 2018 - 14:31

 

خوست ښار (پژواک، ۳۱ وري ۹۷): خوست کې د چنار کلنۍ دوديزه مشاعره جوړه شوه، چې د دې ولايت پر شاعرانو، اديبانو او ليکوالانو سربېره د هېواد د ځينو نورو لايتونو يو شمېر شاعرانو او فرهنګيانو هم په کې ګډون کړی و.

د چنار سږنۍ مشاعره، چې د خوست ښار اړوند د شهيد حکيم تڼيوال په تفريحي پارک کې جوړه شوې وه، پر ځايي چارواکو سربېره سلګونو مينه والو پکې ګډون کړی و.

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزير محمد رسول باوري مشاعرې ته په پرانيستونکې وينا کې ليکوالان او شاعران د ټولنې سترګې وبلل او ويې ويل، چې د نيمګړتياوو په اصلاح کولو کې مهم رول لري.

نوموړي له شاعرانو او لیکوالانو وغوښتل، چې د فرهنګي چارو د پیاوړتیا او پرمختګ لپاره د زړه له تله کار وکړي او دغه راز په ټولو ملي مسايلو کې ځانونه شریک وبولي.

د چنار په دې کلنۍ مشاعره کې د شاعرانو زياتره شعرونو اصلاح کوونکې بڼه درلوده او خلکو ته يې په هېواد کې د سولې او ثبات د تامين پيغامونه ورکول.

شاعرانو همدارنګه ځوانان هم خپلو مسووليتونو ته متوجه کړل او ويې ويل، چې د هېواد پرمختګ او روښانه راتلونکی د دوی په هلو ځلو او سالمې سيالۍ پورې تړلی دی.

همدارنګه د مشاعرې په مختلفو برخو کې يو شمېر شاعرانو خپل جوړ کړي نظمونه په ترنم ولوستل، چې مشاعرې ته يې ځانګړې ښکلا وروبښله.

د چنار کلنۍ دوديزه مشاعره له تېرو څو کلونو راهيسې د پسرلي په موسم کې په خوست کې جوړېږي، خو شاعران وايي، چې کال تر بل يې نمانځل او جوړول کم رنګه کېږي.

پر دې سربېره زياتره فرهنګيان په دې نظر دي، چې دې مشاعرې د ادب او فرهنګ په برخو کې د ځوانانو پرفعاليتونو مثبت اغېز کړی او د پرمختګ پر لوري يې هڅولي دي.

له دې کبله چې خوست د چنارونو د ودې لپاره مناسبه اب او هوا لري او زيات چنارونه په کې شته، کلنۍ ترسره کېدونکې مشاعرې ته يې د چنار دوديزې مشاعرې نوم ورکړی دی.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.