کابل (پژواک، دغويي لومړۍ نېټه، ٩٧) : افغانستان له چين څخه د يوې غرنۍ مجهزې لوا په جوړولو کې مرسته وغوښته او چين د افغانستان د ملي ځواکونو تجهيز کولو ته چمتووالى وښود .
د افغانستان د ملي امنيت شورا له دفتر څخه دغويي په لومړۍ نېټه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي امنيت سلاکار محمد حنیف اتمر، چین ته د رسمي سفر پر مهال د نوموړي هېواد له لوی درستیز لي زوچینګ او ورسره لوړپوړي نظامي پلاوي سره وکتل.
سرچينې زياته کړې، په دې لیدنه کې دواړو لورو، د افغانستان او چین ترمنځ د مشترکو نظامي او امنیتي همکاريو او د دوه اړخيز ستراتیژیک نظامي ډیالوګ په چوکاټ کې پر مهمو نظامي او امنیتي موضوعاتو بحثونه او د پام وړ هوکړې وکړې.
د افغانستان ملي امنیت سلاکار دچین له نظامي همکاریو څخه مننه وکړه او دنوموړي هېواد همکارۍ یې له ترهګرۍ سره د مبارزې په بریالیتوب کې مهمې و بللې.
هغه له ترهګرۍ سره دمبارزې او سیمه ییز ثبات د ټینګښت په برخه کې د شانګهای د همکاریو سازمان د غړو هېوادونه ونډه او رول اغېزمن و باله، له ترهګرۍ سره دمبارزې، سولې او سیمه ییز ثبات په موخه د شنګهای د همکاریو سازمانونو د غړو هېوادونو د ونډې پر پراختیا ټینګار وکړ.
نوموړي په ځانګړي توګه د هوايي ځواکونو لپاره د نظامي تجهیزاتو په برابرولو کې د یاد سازمان نقش مهم و باله.
د ملي امنيت سلاکار دغه راز په غریيزو سیمو کې د ترهګریزو فعالیتونو د مخنیوي په موخه د غرنۍ نظامي لوا جوړېدل مهم و بلل.
حنيف اتمر وايي، د افغانستان د دفاعي ځواکونو په چوکاټ کې د غرنۍ مجهزې لوا جوړېدل به په سرحدي او غرنیو سیمو کې د ترهګرو ډلو فعالیتونه محدود کړي.
نوموړي د چین د ګډو ځواکونو له لوی درستیز سره په لیدنه کې د غرنۍ لوا د تجهیز او ملاتړ غوښتنه وکړه.
د چین د ګډو ځواکونو لوی درستیز لی زوچینک د ترهګرۍ پر وړاندې د افغان ځواکونو له قربانیو او سرښیندنو څخه قدرداني وکړه.
نوموړي وويل،افغان ځواکونه له ټولو ترهګریزو ډلو سره پرته له کوم توپیره مبارزه کوي او زياته يې کړه چې د افغانستان او چین ترمنځ د ګډو امنیتي او نظامي همکاريو په ځانګړې توګه د افغان ځواکونو د تجهیزولو په برخه کې دخپل هېواد پوره چمتوالی وښود.
نوموړي د سولې لپاره د سیمه ییزې اجماع پیاوړتیا مهمه وبلله او د سیمې دهېوادونو د همکاریو غوښتنه یې وکړه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن