ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک: امنيت د موټر سايکلونو په بندولو نه، د پوليسو په بيدارۍ راځي

خلک: امنيت د موټر سايکلونو په بندولو نه، د پوليسو په بيدارۍ راځي

author avatar
21 Apr 2018 - 17:46
خلک: امنيت د موټر سايکلونو په بندولو نه، د پوليسو په بيدارۍ راځي
author avatar
21 Apr 2018 - 17:46

جلال اباد (پژواک، د غويي لومړې نېټه ۹۷): د ننګرهار د نظامي شورا هغه پرېکړه چې له امله يې په جلال اباد ښار کې د موټر سايکلونو په ګرځېدو بنديز لګېدلی، د خلکو له کلکو غبرګونونو سره مخامخ شوې او وايي چې دغه چاره د امنيت په ټينګښت کې هېڅ ګټه نه شي رسولی.

خلک وايي، د امنيت د ټينګښت لپاره دې پر موټر سايکلونو بنديز نه لګوي، بلکې پوليس دې بيداره کړي او ترې دې موبايلونه را ټول کړي.

په دې ولايت کې پوليس زياتره وخت د وظيفې ترسره کولو پرمهال له خپلو موبايلونو سره بوخت وي او له امله يې دنده په سمه توګه نه ترسره کوي.

د ننګرهار ولايت نظامي شورا وروسته له هغه چې په جلال اباد ښار کې د څو پېښو پرمهال د موټر سايکل سپرو وسله والو له لوري پوليس ووژل شول، په ښار کې يې د موټر سايکل په ګرځېدو بنديز  ولګاوه.

د دغو پېښوتر ټولو وروستۍ يې د تېرې پنجشنبې په ورځ پنځمه ناحيه کې د ټاکنو د نوم ثبتونې د مرکز دوه پوليس وو، چې د شپې له خوا ووژل شول او تر هغه اوونۍ وړاندې د ننګرهار پوهنتون درې ساتونکي پوليس او څو ورځې وړاندې ترې د بزازۍ چوک دوه پوليس وژل شوي دي.

که له يوې خوا دغې چارې د جلال اباد ښاريان اندېښمن کړي او د امنيت غوښتنه کوي؛ خو له بلې خوا د نظامي شورا هغه پرېکړه هم ناسمه ګڼي چې د امنيت د ټينګښت لپاره يې پر موټر سايکلونو بنديز لګولی دی.

اسد الله چې د ننګرهار د سرخرود ولسوالۍ اوسېدونکی او دولتي مامور دی، وايي چې له موټر سايکل پرته د تګ لپاره بله وسيله چې له کوره کارځای ته پرې لاړ شي، نه لري.

د نوموړي په وينا، امنيتي ادارې د دې پرځای چې امنيت ټينګ کړي، پر موټر سايکل ګرځېدو يې بنديز لګولی دی.

هغه زياتوي، امنيه قومانداني بايد پوليس بيداره کړي او نور امکانات  ورکړي.

د ننګرهار پوهنتون محصل احمد بلال وايي، له موټر سايکل پرته پوهنتون ته په وخت تګ ځکه نه شي کولی  چې لاره کې ګڼه ګوڼه ډېره ده او موټر کې تګ نه شي کېدلی.

هغه پژواک اژانس ته وويل: ((هلمند کې هاموې پوځي موټر سره بريد وشو، کابل کې ټانکر بريد وشو، ننګرهار کې څو موټربم چاودنې وشوې، همداسې ټولو ولايتونو کې، نو بايد په ټولو موټرو باندې بنديز ولګوي.))

د ننګرهار د ولايتي شورا څو غړي هم د ولايت د نظامي شورا دغه پرېکړه ناسمه ګڼي او وايي چې د دې پرځای بايد د امنيت د ټينګښت په نورو لارو چارو فکر وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.