ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پلخمري کې هم د سولې خېمه ودرول شوه

پلخمري کې هم د سولې خېمه ودرول شوه

author avatar
21 Apr 2018 - 13:27
پلخمري کې هم د سولې خېمه ودرول شوه
author avatar
21 Apr 2018 - 13:27

پلخمري (پژواک، د غويي لومړۍ نېټه ٩٧):د بغلان ولايت يو شمېرځوانانو، مدني فعالانو او فرهنګيانو هم په هېواد کې د سولې د روانو پرلتونو په ملاتړ خېمه ودروله.

دغه خېمه د بغلان ولايت د مرکز پلخمري ښار د جامع جومات  په انګړ کې درول شوې چې لسګونو کسانو په کې ګډون کړى دى.

ددې خېمې يو تن تنظيموونکي هدایت  الله  محسني  پژواک خبري اژانس ته وويل چې هېوادوال نور له جګړو ستړي شوي او ټول سولې ته لېواله دي.

هغه زياته کړه، د خېمې ټول ګډونوال له طالبانو، حکومت او نړيوالو څخه غوښتنه کوي چې په هېواد کې سوله خپل لومړيتوب وګرځوي.

محسني وايي : ((موږ سوله غواړو او نړیوال  هم  افغانستان  ته  دجګړې  د پاى ته  رسېدو  او سوکاله  افغانستان  لپاره راغلي، اوس چې موږ  ټول  سوله  غواړو  باید زموږ  غوښتنې  ومني او غږ  مو لا  بدرګه کړي . ))

د يادې خېمې يو تن ګډونوال حیات الله کیاني  هم وويل چې دوى نور له جګړو ستړي شوي او سوله د ټولو هيله او ارمان دى.

هغه پر طالبانو غږ  وکړ  چې د خلکو سولې غوښتنې ته لبيک ووايي.

ددې خېمې نورو ګډونوالو هم پر سولې ټينګار وکړ او زياتوي چې جګړې بدمرغۍ رامنځته کړې دي.

د یادونې ده چې تېره اوونۍ  د بغلان ولایت  په مرکزي بغلان ولسوالۍ  کې هم  په هېواد کې د ټولو پرلتونو په ملاتړ خېمه  درول  شوې  وه.

ددې ترڅنګ د هېواد تر شلو زياتو ولايتونو کې د سولې خېمې درول شوې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.