د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

کندهار کې د نوم لیکنې د مرکزونو کارکوونکي کم او مراجعین ډېر دي

کندهار کې د نوم لیکنې د مرکزونو کارکوونکي کم او مراجعین ډېر دي

Apr 21, 2018 - 16:36

کندهار (پژواک، د غويي لومړۍ نېټه، ۹۷): د کندهار اوسېدونکي شکایت کوي چې د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې د مرکزونو د مامورینو شمېر لږ دی چې له امله یې مراجعینو ته په ځنډ نوبت رسېږي.

هغوی غوښتنه کوي چې د نوم لیکنې په مرکزونو کې دې د کارکوونکو شمېر ډېر شي څو ډېر خلک په لږ وخت کې ځانونه ثبت او راجستر کړي.

د هېواد د نورو ولایتونو په څېر په کندهار کې هم له تېرو اوو ورځو راهیسې د راتلونکو ټاکنو لپاره د نوم لیکنې لړۍ پیل شوې چې په لومړیو کې ورو روانه وه خو په دې وروستیو کې چټکه شوې ده.

په دې ولایت کې له هغه وروسته د نوم لیکنې مرکزونو ته د خلکو ورتګ ډېر شو چې د کندهار د امنیه قوماندان په ګډون یو شمېر چارواکو هم ځانونه ثبت او له خلکو یې وغوښتل چې د نوم لیکنې په پروسه کې ګډون وکړي.

امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق څو ورځې وړاندې ملکي او نظامي ادارو ته خبر ورکړی چې له نوم لیکنې پرته دې د چا عریضه نه مني او نه هم کار کولای شي.

خو اوس چې د نوم لیکنې پر مرکزونو د خلکو ګڼه ګوڼه ډېره شوې، د کارونو د ځنډ له امله شکایت کېږي.

د کندهار ښار د دویمې ناحیې یوه اوسېدونکي نجیب الله پژواک خبري اژانس ته وویل، وروسته له هغه چې د کندهار امنيه قوماندان له خلکو وغوښتل چې د رايې ورکولو لپاره نومونه ثبت کړي په ډلو ډلو خلک د رايي مرکزونو ته ځي او نومونه ثبتوي.

خو دی وايي، ستونزه دا ده چې مراجعین ډېر او مامورین کم دي او له امله یې خلکو ته له ساعتونو انتظار وروسته نوبت رسېږي.

ده زیاته کړه: ((زه له خپلو یو شمېر ملګرو سره د نوم لیکنې لپاره د کندهار ښار د حاجي لطیف لېسې مرکز ته لاړم، څو ساعتونه پر له پسې مې انتظار وکړ خو د مراجعینو د ډېروالي له امله نوبت راته و نه رسېد.))

نوموړی غوښتنه کوي چې د ټاکنو کمېسیون دې د نوم لیکنې په مرکزونو کې د خپلو مامورینو شمېر ډېر کړي، څو خلک ژر نوم ليکنه وکړي او ترڅنګ يې خپلو ورځينو چارو ته هم ورسېږي.

د کندهار ښار یو بل اوسېدونکی وحیدالله بیا د نوم لیکنې په بهیر کې له واسطو شکایت کوي او وايي، ځینې پولیس چارواکي او زورمندان په ډله ییزه بڼه خپل کسان د نوم لیکنې مرکزونو ته لېږي چې مامورین یې له نورو مخکې کارونه خلاصوي او په دې توګه ګډوډي رامنځ ته کېږي.

نوموړی چې د کندهار ښار تېمورشاهي لېسې ته د نوم لیکنې لپاره ورغلی و زیاته کړه: ((یو پولیس راغی یوه ډله کسان یې مرکز ته دننه کړل او نور خلک چې په کتار کې ولاړ وو، ساعتونه انتظار پاتې شول.))

دی وايي، دغه راز بې نظمي او بې عدالتي خلک ستړي کوي او زړه نه ښه کوي چې د نوم لیکنې په پروسه کې برخه واخلي.

دی هم غوښتنه کوي چې مرکزونه دې ډېر او مامورین دې زيات شي څو خلک ډېر سرګردانه نه شي او په اسانۍ نوم لیکنه وکړي.

په کندهار کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشر هاشم دراني په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وویل، د یوه کس د نوم لیکنې کار درې دقیقې وخت اخلي، طبعاً په کومو مرکزونو کې چې د خلکو ګڼه ګوڼه ډېره وې ساعتونه وروسته نوبت ورته رسېږي.

خو دی وايي، په اوسني حالت کې نه مامورین ډېرولای شي او نه د نوم لیکنې مرکزونه زیاتولی شي، بلکې خلک کولای شي د ښار هغو مرکزونو ته لاړ شي چې ګڼه ګوڼه په کې کمه وي.

دغه راز نوموړي دا هم ومنله چې د نوم لیکنې په پروسه کې ځینې زورواکي او په ځانګړې توګه پولیس بې نظمي جوړوي او خپل کسان په ډلو ډلو د نوم لیکنې مرکزونو ته راولي.

خو دی وايي چې د دغې ستونزې د حل په موخه یې د پولیسو له مسوولانو سره خبرې کړي او دا ستونزه به حل کړي.

د ټاکنو د کمېسیون مشر په کندهار کې د نوم لیکنې د بهیر په اړه هم معلومات ورکړل او ویې ویل چې په وروستیو ورځو کې دا لړۍ ګړندۍ شوې ده.

هغه زیاته کړه، تر دې مهاله په کندهار ښار کې ۲۷ زره کسانو نوم لیکنې کړې چې له ۲ زره څخه زیاتې یې مېرمنې دي.

نوموړي هيله وښودله چې د نوم لیکنې په پروسه کې به د ګډون کوونکو شمېر نور هم ډېر شي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement