کابل (پژواک، ٢ غويى ٩٧): د افغانستان لویو ملاتړو هېوادونو يو ځل بيا د افغانستان له اقتصادي پروګرامونو او رامنځته شوو اصلاحاتو ملاتړ اعلان کړ.
په واشنګټن کې د افغانستان سفارت له خوا د غويي په ٢مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ملاتړو هېوادونو دغه اعلان په هغې غونډه کې وکړې چې د افغانستان د ماليې وزیر اکليل حکيمي په ګډون په سفارت کې جوړه شوې وه.
په دې غونډه کې چې د افغانستان په سفارت کې د افغانستان د لويو ملاتړو هېوادونو او بنسټونو د استازو په ګډون جوړه شوې وه، ګډون وکړ.
سرچينې زياته کړې چې نوموړي په دې غونډه کې د تېرو دوو کلونو پر مهال په مختلفو برخو په ځانګړې ډول په اقتصادي برخه کې د افغانستان د ټولو پرمختګونو او پروګرامونو په اړه په تفصيل جزئيات وړاندې کړل.
اکليل حکيمي په خپلو خبرو کې وويل چې دوی د بروکسل په غونډه کې د (National Firm Work) په چوکاټ کې خپلې ګڼ شمېر ژمنې پوره کړې او له ډېرو هغو اهدافو اوښتي چې ټاکلي يې وو.
د مالیې وزیر، حکومت جدي اصلاحاتو ته ژمن وباله او ويې ويل، په حکومت کې د مېرمنو او ځوانانو شتون زياتېدل ورته لومړیتوب لري او په دې برخه کې ډېر کارونه شوي دي.
د حکيمي په وينا، د اصلاحاتو رامنځته کېدو ته درې کلن پروګرام موجود دی او هر څه په منظم ډول پر مخ روان دي.
د ماليې وزير دغه راز د روان زېږديز کال په نومبر مياشت کې د جنيوا کنفرانس ته د افغان حکومت د چمتووالي خبر ورکړ او ويې ويل چې په دغه کنفرانس کې به د افغانستان ټولې هغه لاسته راوړنې لویو ملاتړو هېوادونو ته وړاندې کړي چې په تېرو دوو کلونو کې ترلاسه شوې دي.
اکليل حکيمي د افغانستان په سرحداتو کې د عوایدو راټولېدو د منظمو سیستمونو لګولو لپاره د هڅو خبر هم ورکړ او زياته يې کړه چې په دغه کار سره کولای شي د افغانستان کلني عواید له شپږ ميليارده افغانیو نهو ميلياردو ته لوړ شي.
په دې غونډه کې د نړیوال بانک او login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن