کابل (پژواک، ٢ غويى ٩٧): نړيوال بانک وايي چې که څه هم له افغانستان سره مرستې ډېرې کمې شوې، خو افغان حکومت د خپلو اصلاحي پروګرامونو په مرسته د نړيوالو باور ترلاسه کړى.
دغه څرګندونې په نړيوال بانک کې د افغانستان برخې مسوول شوبهان چوهدري پرون په واشنګټن کې د افغانستان د سفارت له خوا په يوه جوړې شوې غونده کې کړې دي.
په دې غونډه کې د افغانستان د ماليې وزير اکليل حکيمي او د لويو ملاتړو هېوادونو او بنسټونو د استازو ګډون کړی و.
په نړيوال بانک کې د افغانستان برخې مسوول شوبهان چوهدري د افغانستان د بيارغونې صندوق ARTF (Afghanistan Trust fund) پروګرام پر ارزښت خبري وکړې.
هغه زياته کړه، که څه هم له ٢٠١٤ میلادي کال وروسته له افغانستان سره مرستې ډېرې کمې شوې خو افغان حکومت د خپلو اصلاحي پروګرامونو په مرسته توانېدلی چې نړیوال باور ترلاسه کړي او حالت مخ په ښه کېدو بوځي.
د نوموړي په وينا، د افغانستان موقعیت ته په پآم سره دغه هېواد کولای شي د مرکزي او سوېلي آسیا تر منځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو په پراختیا کې مهم رول ولوبوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن