ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بغلان کې پر ملکي موټر چاودنې ٦ کسان وژلي

بغلان کې پر ملکي موټر چاودنې ٦ کسان وژلي

author avatar
22 Apr 2018 - 14:21
بغلان کې پر ملکي موټر چاودنې ٦ کسان وژلي
author avatar
22 Apr 2018 - 14:21

پلخمري (پژواک، ٢ غويى ٩٧): په بغلان ولايت کې پر ملکي موټر د چاودنې له امله د يوې کورنۍ شپږ کسان وژل شوي دي.

د بغلان د امنيې قوماندانۍ وياند ذبيح الله شجاع د غويي په ٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن غرمه شاوخوا دوولس بجې د پلخمري ښار اړوند د خواجه الوان په سيمه کې شوې ده.

هغه زياته کړه چې د ملکي وګړو پر يو سراچه موټر د سړک غاړې ځاى پر ځاى شوى ماين چاودنه کړې چې له امله يې شپږ کسان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

د شجاع په وينا، په وژل شوو کې درې ښځې، دوه ماشومان او يو سړى شامل دي، دغه راز درې نور سړي ټپيان شوي دي.

نوموړي هغه اوازې رد کړې چې ګواکې چاودنه د رايه ورکوونکو د نوم ليکنې له مرکز سره شوې او زياته يې کړه چې مرکز د چاودنې له ساحې ٥٠٠ متره لرې دى.

د بغلان د عامې روغتيا رياست مرستيال عبدالعليم غفاري پژواک اژانس ته ومنله چې په ياده پېښه کې شپږ کسان وژل شوي او درې ژوبل دي.

دى وايي چې جسدونه او ټپيان روغتون ته وړل شوي، خو جسدونه ډېر خراب شوي، د پېژندلو نه دي.

هغه د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ وباله.

تراوسه  د دې چاودنې مسووليت چا پرغاړه نه دى اخيستى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.