ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بهرنيو ځواکونو له خوا د يوې زده کوونکې وژنه د خلکو د اعتراض لامل شوه

د بهرنيو ځواکونو له خوا د يوې زده کوونکې وژنه د خلکو د اعتراض لامل شوه

author avatar
22 Apr 2018 - 16:29
د بهرنيو ځواکونو له خوا د يوې زده کوونکې وژنه د خلکو د اعتراض لامل شوه
author avatar
22 Apr 2018 - 16:29

کابل (پژواک، ٢ غويى ٩٧): په کابل کې لسګونو کسانو د هغې زده کوونکې د وژنې په غبرګون کې لاريون وکړ چې په کابل کې د بهرنيو ځواکونو له يوه موټر سره په ټکر کې و وژل شوه.

دغه پېښه نن غرمه مهال د کابل ښار نهمې امنيتي حوزې په بي بي مهرو سيمه کې رامنځته شوې ده.

د يما په نوم يوه عيني شاهد د پېښې په ځاى کې پژواک خبري اژانس ته وويل: ((د بهرنيو ځواکونو يوه موټر دغه زده کوونکې ښوونځي ته د تګ پر مهال د سړک پر سر ووهله او مړه شوه.))

د هغه په خبره، د بهرنيو ځواکونو کاروان د پېښې له ځايه تللى، خو لسګونه ځايي اوسېدونکي او زده کوونکي د پېښې په غبرګون کې لاريون ته راووتل او د عدالت غوښتنه يې وکړه.

دغه عيني شاهد څرګنده کړه چې د دې پېښې په سبب د هوايي ډګر عمومي واټ د څه وخت لپاره وتړل شو.

د کابل امنيې قوماندانۍ وياند حشمت الله ستانکزي وويل چې دغه ماشومه د بهرنیو ځواکونو موټر وهلې او وژل شوې ده.

هغه زياته کړه چې پوليس د پېښې په اړه څېړنه کوي او جزئيات به يې له څېړنو وروسته رسنيو ته ورکړل شي.

د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموريت پېښه مني ، خو وايي چې  ماشومه ټپي ده، وژل شوې نه ده.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.