کابل (پژواک، ۲ غويی ۹۷): د ټاکنو خپلواک کمېسيون د راتلونکو ټاکنو د نېټې له اعلانولو سره سم وايي چې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د نوماندانو نوم ليکنې بهير به د غبرګولي په ۵مه پيل او د هماغې مياشتې تر ۲۲مې به دوام وکړي.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون رييس عبدالبديع صياد چې نن يې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د ټاکنو نېټې اعلانولو په ناسته کې خبرې کولې، وويل چې د ټاکنو ترسره کېدو په نېټه کې کوم بدلون نه دی راغلی او ټاکنې به د روان کال د تلې په ۲۸مه نېټه ترسره شي.
نوموړي وويل چې د دې نېټې د تقويم له مخې، د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو نوماندانو نوم ليکنې بهير به د غبرګولي په ۵مه پيل او د هماغې مياشتې تر ۲۲مې به دوام وکړي او د لړم په ۱۹مه به د ولسي جرګې د ټاکنو لومړنۍ پايلې او د ليندۍ په ۲۹مه به يې وروستۍ پايلې اعلان شي.
نوموړي دې ته په اشارې سره چې د ولسواليو شوراګانو د نوماندانو نوم ليکنه د ولسي جرګې د نوماندانو له نوم ليکنې سره هم مهاله پيلېږي، زياته يې کړه چې د ولسواليو شوراګانو د ټاکنو لومړنۍ پايلې د ليندۍ په ۱۸مه او نهايي يې د روان کال د سلواغې په ۴مه نېټه اعلانېږي.
صياد زياته کړه چې د نوماندانو لومړني نوملړ خپرېدو نېټه د چنګاښ ۷مه او د نوماندانو د لومړني نوملړ په اړه د اعتراضونو ليکل د چنګاښ له اوومې تر نهمې نېټې پورې وبللې او زياته يې کړه چې د چنګاښ له نهمې د زمري تر ۱۱مې، د نوماندانو د لومړني لوملړ پر اعتراضونو غور کېږي او د زمري په ۱۲مه د نوماندانو نهايي نوملړ خپرېږي.
نوموړي زياته کړه چې د ولسي جرګې د نوماندانو ټاکنيزو مبارزو پړاو د تلې له ۵مې او د ولسواليو شوراګانو د نوماندانو ټاکنيزو پړاو د تلې له ۱۱مې پيلېږي او د هماغې مياشتې تر ۲۵مې به دوام و مومي.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون مشر، د ټاکنو له ترسره کېدو دوې ورځې وړاندې چې د تلې ۲۶مه او ۲۷مه نېټه کېږي، د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د نوماندانو د چوپتيا پړاو او د ټاکنيزو کمپاينونو پای اعلان کړ.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن