ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پروان ځينو ولسواليو کې د نوم ليکنې ۱۷مرکزونه له جدي امنيتي ګواښ سره مخ دي

د پروان ځينو ولسواليو کې د نوم ليکنې ۱۷مرکزونه له جدي امنيتي ګواښ سره مخ دي

author avatar
22 Apr 2018 - 19:08
د پروان ځينو ولسواليو کې د نوم ليکنې ۱۷مرکزونه له جدي امنيتي ګواښ سره مخ دي
author avatar
22 Apr 2018 - 19:08

چاريکار(پژواک،۲غويی۹۷): په پروان کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون ولايتي دفتر وايي چې که لازم امنيتي تدابير ونه نيول شي، ددغه ولايت په ځينو ولسواليو کې به د رايې ور کوونکو د نوم ليکنې ۱۷مرکزونه پرا نه نيستل شي.

خو د پروان والي وايي چې په دغه ولايت کې د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې د ټولو مرکزونو د امنيت د خونديتوب لپاره هڅې روانې دي.

د ټاکنو کمېسيون د معلوماتو له مخې، د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د ټاکنو لپاره چې د روان کال د تلې په ۲۸مه ترسره کېږي، د رايې ور کوونکو نوم ليکنې لومړی پړاو په مرکز او ولايتونو کې د وري له ۲۵مې پيل او د غويي تر۲۲مې به دوام وکړي او دويم پړاو به د غوايي له ۲۵مې د غبرګولي تر ۷مې پورې په ولسواليو او درېيم پړاو به يې د هېواد په لرې پرتو کليو کې د غبرګولي له اوومې پيل د هماغه مياشتې تر ۲۲مې به ترسره شي.

په پروان کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د ولايتي دفتر مشر عبدالقهار وهاب صافي پژواک خبري اژانس ته وويل چې که لازم امنيتي تدابير ونه نيول شي،د امنيتي ګواښونو له امله به ددغه ولايت د شينوارو ولسوالۍ په مرکز کې به ۳مرکزونه، د سياه ګرد ولسوالۍ په مرکز کې به ۱۲مرکزونه او د کوه صافي ولسوالۍ په مرکز کې به دوه مرکزونه پرا نه نيستل شي.

هغه زياته کړه:" که امنيتي ځواکونه وتوانېږي چې د ياد شويو سيمو امنيت خوندي کړي، کمېسيون د تخنيکي او پرسونل( کار کوونکو) په برخه کې ستونزه نه لري."

د پروان ولايتي شورا غړي خليل فضلي ددغه وضعيت له امله د اندېښنې په څرګندولو سره وويل:" عمليات دې ترسره شي، که موږ په دې سيمو کې ستونزې ولرو، خلک له ټاکنو څخه پاتې کېږي."

خو د پروان والي فضل الدين عيار د ياد شويو مرکزونو د پرانيستلو لپاره د هڅو خبره وکړه او زياته يې کړه:" موږ له خپل وس سره سم هڅه کوو چې په تر ګواښ لاندې سيمو کې د ټاکنو پروسه کې د خپلو خلکو د ګډون لپاره زمينه برابره کړو."

د ټاکنو خپلواک کمېسيون د تېر کال د ليندۍ په اتمه نېټه له ارزونې وروسته، د هېواد په ۳۴ولايتونو کې د رايې ور کولو ۷۳۵۵مرکزونه تاييد کړل.

د کورنيو چارو وزارت ويلي چې د هېواد په کچه د رايې ور کولو له تاييد شويو ۷۳۵۵مرکزونو څخه،۹۴۸مرکزونه ددولت په واک کې نه دي او ۱۱۲۲مرکزونه په متوسط امنيتي ګواښ لاندې دي، خو ۱۱۲۰نورو مرکزونو سيمې تر ډېر لوړ امنيتي ګواښ لاندې دي، د عملياتو ترسره کېدو اړتيا ده او په اړه يې امنيتي ارګانونه په ګډه کار کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.