د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

طالبانو د کندوز- تخار پر لویه لار پوستې جوړې کړې

طالبانو د کندوز- تخار پر لویه لار پوستې جوړې کړې

Apr 22, 2018 - 16:47

کندوز ښار (پژواک، ٢ غويی ٩٧): د کندوز- تخار د لويې لارې مسافر وايي چې د لارې په اوږدو کې طالبانو پوستې جوړې کړې، خلک له موټرو ښکته او تلاشي کوي يې چې له امله يې دوى اندېښمن دي.

د کندوز ښار یوه اوسېدونکي شېرمحمد د غويي په دويمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کندوز-تخار پر لويه لار مسافرين د خوندیتوب احساس نه کوي.

هغه وايي: ((زه همدا اوس تخار ته روان يم، لار کې طالبان دي، خلک له موټرو ښکته کوي، له زړه نه مې يو خداى خبر دى چې څنګه به تخار ته رسېږم.))

د دې لارې يو بل مسافر فيروز پژواک ته وويل چې د دې لارې په خان اباد، دوکان ادم خان او خواجه پوسته په سيمو کې طالبانو پوستې جوړې کړې دي.

هغه زياته کړه: ((دا لار اوس ډېره نا امنه شوې ده؛ ځکه طالبان لار کې ولاړ دي، موټر ګوري، د خپلې خوښې کسان ښکته کوي او له ځان سره يې بیايي.))

د دې لارې يوه موټر چلوونکي نور اغا پژواک ته وويل چې له تېرو پنځو کلونو راهيسې پر دې لاره موټر چلوي.

هغه وايي چې په دې وروستيو کې د لارې په اوږدو کې طالبان ولاړ وي، موټر تلاشي کوي.

د ده په وينا، څه موده وړاندې يې د خواجه پوسته په سيمه کې د دې له موټره طالبانو کسانو ښکته کړي وو.

هغه وايي: ((يو کس سره يې کوم دولتي کارت پيدا کړ، هغه بيا له ځان سره بوت نورو خلکو ته یې څه ونه ويل.))

د دې لارې يو شمېر نورو مسافرينو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومته يې غوښتنه وکړه چې دغه ستونزه هواره کړي.

د يادو څرګندونو په غبرګون کې د کندوز امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحميد حميدي پژواک ته وويل چې د دې لارې په ځينو سيمو کې امنيتې ستونزې شته دي.

هغه وايي: ((په پام کې ده چې ډېر ژر د کندوز- تخار لويې لارې په اوږدو کې په هغو سيمو کې پوستې جوړې کړو چې زيان منونکې دي.))

خو قوماندان په دې لار کې د طالبانو له لوري د خلکو د ښکته کولو څرګندونې رد کړې.

بل لور ته طالبان بيا د خلکو څرګندونې تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې طالبانو د کندوز- تخار پر لويه لار پوستې جوړې کړې دي.

هغه وايي: ((موږ له عامو خلکو سره کار نه لرو، دغه چيک پاينټونه د دولتي کسانو لپاره جوړ شوي دي.))

د يادونې ده، تر دې وړاندې د غزني- پکتيکا پر لويه لار هم طالبانو پوستې جوړې کړې وې چې د خلکو له څو ځلي شکايتونو وروسته امنيتي ځواکونو يې په اړه اقدام وکړ.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement