کندوز ښار (پژواک، ٢ غويی ٩٧): د کندوز- تخار د لويې لارې مسافر وايي چې د لارې په اوږدو کې طالبانو پوستې جوړې کړې، خلک له موټرو ښکته او تلاشي کوي يې چې له امله يې دوى اندېښمن دي.
د کندوز ښار یوه اوسېدونکي شېرمحمد د غويي په دويمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کندوز-تخار پر لويه لار مسافرين د خوندیتوب احساس نه کوي.
هغه وايي: ((زه همدا اوس تخار ته روان يم، لار کې طالبان دي، خلک له موټرو ښکته کوي، له زړه نه مې يو خداى خبر دى چې څنګه به تخار ته رسېږم.))
د دې لارې يو بل مسافر فيروز پژواک ته وويل چې د دې لارې په خان اباد، دوکان ادم خان او خواجه پوسته په سيمو کې طالبانو پوستې جوړې کړې دي.
هغه زياته کړه: ((دا لار اوس ډېره نا امنه شوې ده؛ ځکه طالبان لار کې ولاړ دي، موټر ګوري، د خپلې خوښې کسان ښکته کوي او له ځان سره يې بیايي.))
د دې لارې يوه موټر چلوونکي نور اغا پژواک ته وويل چې له تېرو پنځو کلونو راهيسې پر دې لاره موټر چلوي.
هغه وايي چې په دې وروستيو کې د لارې په اوږدو کې طالبان ولاړ وي، موټر تلاشي کوي.
د ده په وينا، څه موده وړاندې يې د خواجه پوسته په سيمه کې د دې له موټره طالبانو کسانو ښکته کړي وو.
هغه وايي: ((يو کس سره يې کوم دولتي کارت پيدا کړ، هغه بيا له ځان سره بوت نورو خلکو ته یې څه ونه ويل.))
د دې لارې يو شمېر نورو مسافرينو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومته يې غوښتنه وکړه چې دغه ستونزه هواره کړي.
د يادو څرګندونو په غبرګون کې د کندوز امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحميد حميدي پژواک ته وويل چې د دې لارې په ځينو سيمو کې امنيتې ستونزې شته دي.
هغه وايي: ((په پام کې ده چې ډېر ژر د کندوز- تخار لويې لارې په اوږدو کې په هغو سيمو کې پوستې جوړې کړو چې زيان منونکې دي.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن