ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني ښار کې د هدفي وژنو ډېرېدو خلک اندېښمن کړي

غزني ښار کې د هدفي وژنو ډېرېدو خلک اندېښمن کړي

author avatar
22 Apr 2018 - 15:02
غزني ښار کې د هدفي وژنو ډېرېدو خلک اندېښمن کړي
author avatar
22 Apr 2018 - 15:02

غزني ښار (پژواک، ٢ غويی ٩٧): د غزني اوسېدونکي وايي چې په دې وروستيو کې په دغه ولایت کې هدفي وژنې ډېرې شوې چې له امله يې خلک اندېښمن دي او بايد مخه يې ونيول شي.

په غزني کې د ځینو سرچينو د معلوماتو له مخې، په تېره يوه مياشت کې په دغه ولايت کې لس کسان په هدفي ډول وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.

د یادو کسانو له ډلې يو يې په کلاسبز، دوه تنه د برکت کلا، دوه تنه د سينما، دوه تنه د غزني د درېيم پلان، دوه تنه په خدايداد او یو کس بل هم په اسفندي سيمه کې وژل شوي دي.

د غزني ښار یوه اوسېدونکي روح الله د غويي په دويمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې وروستيو کې په بې غږه تومانچو د خلکو وژل ډېر شوی دي.

هغه وايي: ((دغه هدفي وژنې په لرو سيمو کې نه کېږي، د قوماندانۍ په څو مترۍ کېږي، دا څنګه استخبارات او پوليس دي چې مخه يې نه شي نيولاى.))

دغه راز په غزني کې د يو وژل شوي پوليس ورور احمدالله (مستعار نوم) پژواک ته وويل چې څو ورځې وړاندې يې ورور د بې غږه تومانچي په وسيله وژل شوى دى.

هغه وايي: ((زما ورور پوليس و، د غزني ښار د کلا سبز په سيمه کې پوستې ته څېرمه ووژل شو، دا سيمه ولايت ته هم نږدې ده، خو قاتلان يې وتښتېدل او تر اوسه نه دې نيول شوي.))

دغه راز د غزني ملکي روغتون يوې سرچينې پژواک ته وويل چې په تېرو شلو ورځو کې اووه پوليس دوى ته ور وړل شوي چې په بې غږه تومانچو ويشتل شوي وو.

هغه زياته کړه: ((کېداى شي نور کسان هم ويشتل شوي وي، خو موږ ته يواځې همدمره کسان راوړل شوي دي.))

همدارنګه د امنيې قوماندانۍ يوې سرچينې پژواک ته وويل چې په تېره يوه مياشت کې په دغه ولايت کې لس هدفي وژنې شوې او لس نور کسان ټپيان شوي دي.

د غزني يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومته يې غوښتنه وکړه چې هر څه ژر د دغه شان وژنو د مخنيوې لپاره تدابير ونيسي.

بل لور ته د غزني د والي وياند محمد عارف نوري پژواک ته وويل چې په تېره يوه مياشت کې په دغه ولايت کې شپږ تنه په هدفي وژنو کې وژل شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.