ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لاريون کوونکو د کونړ کرکټ بورډ اداره کې د اصلاحاتو غوښتنه وکړه

لاريون کوونکو د کونړ کرکټ بورډ اداره کې د اصلاحاتو غوښتنه وکړه

author avatar
22 Apr 2018 - 18:51
لاريون کوونکو د کونړ کرکټ بورډ اداره کې د اصلاحاتو غوښتنه وکړه
author avatar
22 Apr 2018 - 18:51

اسعد اباد (پژواک، ٢ غويى ٩٧): په کونړ کې لاريون کوونکو د دې ولايت د کرکټ بورډ په اداره کې د اصلاحاتو غوښتنه وکړه.

دغه لاريون، نن د ولايت په مرکز اسعد اباد کې د لسګونو ځوانانو او د کرکټ مينه والو له خوا ترسره شو.

د لاريون يوه سمبالوونکي ګوهر ساپي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوى د دې لپاره لاريون کړى چې ترڅو د کونړ د کرکت بورډ په اداره کې اصلاحات راشي.

ده زياته کړه، د کونړ د کرکټ بورډ اداره توپيري او سليقوي چلند کوي او نه غواړي چې وړ او تکړه ځوانان د کرکټ ډګر ته راووځي.

يوه بل لاريون کوونکي بهارالله هم پژواک ته وويل چې د دې ولايت د کرکټ بورډ په اداره کې ډېرې ستونزې موجودې دي او د دغو ستونزو د هواري لپاره بايد د کونړ په ولايتي بورډ کې اصلاحات رامنځ ته شي.

د هغه په خبره، که غوښتنه يې ونه منل شي، لاريونونو ته به دوام ورکړي.

خو د کونړ د کرکټ بورډ رييس صبغت الله حمید بیا د لاریون کوونکو ادعاوې بې بنسټه بولي.

دى زیاتوي، د کونړ کرکټ د پخوا په پرتله ډېر پرمختګ کړی، چې ښکاره بېلګه يې په کونړ کې د کرکټ لوبغالي جوړول او د لومړۍ درجې سیالۍ ترسره کول دي چې له تېرو څو اوونیوراهيسې په دې ولایت کې پرته له کومې ستونزې روانې دي.

هغه وايي: "د لاريون کوونکو څو تنو ځوانانو د کونړ له کرکټ بورډ څخه شخصي غوښتنې درلودې، چې پوره کول يې د کونړ کرکټ بورډ له صلاحیته پورته وې."

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.