د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

نړیوال بانک: افغان حکومت د خپلو اصلاحي پروګرامونو په مرسته نړیوال باور ترلاسه کړی

نړیوال بانک: افغان حکومت د خپلو اصلاحي پروګرامونو په مرسته نړیوال باور ترلاسه کړی

Apr 22, 2018 - 12:08

کابل (پژواک، ٢ غويى ٩٧): نړيوال بانک وايي چې که څه هم له افغانستان سره مرستې ډېرې کمې شوې، خو افغان حکومت د خپلو اصلاحي پروګرامونو په مرسته د نړيوالو باور ترلاسه کړى.

دغه څرګندونې په نړيوال  بانک کې د افغانستان برخې مسوول شوبهان چوهدري پرون په واشنګټن کې د افغانستان د سفارت له خوا په يوه جوړې شوې غونده کې کړې دي.

په دې غونډه کې د افغانستان د ماليې وزير اکليل حکيمي او د لويو ملاتړو هېوادونو او بنسټونو د استازو ګډون کړی و.

په نړيوال  بانک کې د افغانستان برخې مسوول شوبهان چوهدري  د افغانستان د بيارغونې صندوق ARTF (Afghanistaninfo-icon Reconstructioninfo-icon Trust fund)  پروګرام پر ارزښت خبري وکړې.

هغه زياته کړه، که څه هم له ٢٠١٤ میلادي کال وروسته له افغانستان سره مرستې ډېرې کمې شوې خو افغان حکومت د خپلو اصلاحي پروګرامونو په مرسته توانېدلی چې نړیوال باور ترلاسه کړي او حالت مخ په ښه کېدو بوځي.

د نوموړي په وينا، د افغانستان موقعیت ته په پآم سره دغه هېواد کولای شي د مرکزي او سوېلي آسیا تر منځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو په پراختیا کې مهم رول ولوبوي.

چوهدري افغانستان د طبیعي سرچینو له پلوه غني هېواد یاد کړ، منرالونه او ګاز يې د افغانستان د اقتصادي ځان بساينې لپاره خورا مهم وبلل.

هغه ټينګار وکړ چې نړیوال بانک دARTF  پروګرام له لارې په دې برخو کې له هر ډول هڅو ملاتړ کوي.
په واشنګټن کې د افغان سفیر ډاکتر حمدالله محب د افغانستان حکومت د سولې د خبرو اترو، پارلماني او ولسمشریزو ټاکنو ترسره کېدو، ځوانانو ته په حکومت کې د ډېرې ونډې، د مېرمنو د حضور ډېرېدو ته ژمن وباله .

په دې غونډه کې د نړیوال بانک او یو اېس اې ای ډي پر استازو سربېره د برېتانيا اروپايي ټولنې، سويډن، ډنمارک، آسترالیا، کاناډا او یو شمېر نورو هېوادونو او سازمانونو استازو برخه درلوده چې ټولو په تېرو دوو کلونو کې د افغان حکومت لاسته راوړنې وستایلې او د کارونو د لا ښه والي لپاره یې خپل پیشنهادات هم وړاندې کړل.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Maiwand Bank - Just Banking