ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په افغانستان کې انلاين پېر او پلور وده کړې

په افغانستان کې انلاين پېر او پلور وده کړې

author avatar
22 Apr 2018 - 16:24
په افغانستان کې انلاين پېر او پلور وده کړې
author avatar
22 Apr 2018 - 16:24

کابل (پژواک، ۲ غويی ۹۷): په افغانستان کې انټرنېټي خدمتونو له پراخېدو او ټولنيزو شبکو کاروونکو په زياتېدو سره انلاين پېر او پلور وده کړې او انلاين سوداګرۍ د پانګونې لپاره د زمينې برابرېدو په څنګ کې يو شمېر هېوادوالو ته کارونه هم پيدا کړي دي.

انلاين پېر او د انټرنېټ له لارې په هېواد کې د خلکو د اړتيا وړ شيانو د پېر او پلور تر ټولو تازه ماډل او بڼه ده چې په نورو ټولنو کې يې له دې وړاندې شتون درلود او د پېر پلور هغه بڼې ته ويل کېږي چې د اړتيا وړ توکي بازار ته له تګ پرته د ټولنيزو رسنيو او نورو انټرنېټي امکاناتو په واسطه ترلاسه کېدای شي.

د "انتخاب من" انلاين پلورنځي مشر سيد منصور هاشمي وايي چې دغه پلورنځی ۱۸مياشتې وړاندې جوړ شوی او د ټولنيزو رسنيو او ويب پاڼو له لارې انلاين سوداګري کوي.

د هغه په وينا، دغه انلاين پلورنځی د هېواد په کچه له ۹۰زره ډېرو مشتريانو په درلودو سره د خپلې ويبپاڼې له لارې پر خلکو له عمومي بازاره په ټيټه بيه  له ۸۹۰ ډېر ډوله د اړتيا وړ توکي پلوري.

"انتخاب من" انلاين پلورنځي مسوول د دې ډول سوداګريزو اسانتياوو په اړه وويل: "د توکو اسانه لېږد، د توکو خوندوالی، کيفيت، د توکو د بېرته ګرځېدو اسانه پروسه، د ډاليو استول، ټيټه بيه، نا محدود انتخاب او د توکو د کيفيت تضمين، د دې ډول پلور مهمې ګټې دي."

خو "انتخاب من" د انلاين انټرنېټ پلورنځی  يوازېنی انټرنېټي سايټ نه دی، بلکې په کابل ښار کې نور انټرنېټي پلورنځي هم شته چې په انلاين ډول پېر او پلور کوي.

انلاين سوداګري په افغانستان کې نوې ښکارنده

اوسمهال په ډېری هېوادونو کې د شيانو پېر او پلور په انلاين ډول ترسره کېږي، انلاين پلورنځی په افغانستان کې نوې ښکارنده ده چې عمر يې تر پنځو کالو ډېر نه دی، سره له دې چې په پيل کې خلکو پر ياد شوې طريقې باور نه کاوه، خو اوس په هېواد کې انلاين پېر او پلور وده کړې ده.

د انلاين پلورنځي يوه بل مسوول بهرام رسا پژواک ته وويل: "اوس خلک د پخوا په پرتله ويبپاڼو په ځانګړې توګه ټولنيزو پاڼو ته ډېره مراجعه کوي، ډېری پېر او پلور د انټرنېټ له لارې ترسره کېږي او دغه سوداګري، د کاري موکو او دغه راز له لاسته راوړنو ډک کسب لپاره ښه زمينه ده."

د انلاين پلورنځي مسوول د خپلو خبرو په دوام وويل چې په دې برخه کې د قانون نه شتون جدي ستونزه ده، خو بيا هم په دې برخه کې کار او سوداګري داسې وده کړې چې هره ورځ کابو پنځه تر لس قلمه توکي پلورل کېږي.

له بلې خوا د دغو پلورنځيو چارواکو ته د دوکې ورکولو په موخه د ځينو کسانو اړيکې او مزاحمتونه، خپلې مهمې ستونزې وبللې، خو د "انتخاب من" انلايت پلورنځي مشر د دې ستونزې د حل په اړه وويل چې دوی په خپلو ويبپاڼو کې داسې اپلېکېشنونو  کار اخلي چې د مشتري د فرمايش حقيقت پېژندلای شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.