ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“په هېواد کې په لوړه کچه د پلاستيکو کڅوړو کارول د اندېښنې وړ دي”

“په هېواد کې په لوړه کچه د پلاستيکو کڅوړو کارول د اندېښنې وړ دي”

author avatar
22 Apr 2018 - 19:39
“په هېواد کې په لوړه کچه د پلاستيکو کڅوړو کارول د اندېښنې وړ دي”
author avatar
22 Apr 2018 - 19:39

کابل (پژواک،۲غوايی۹۷): د چاپېريال ساتنې ملي اداره په هېواد کې په لوړه کچه د پلاستيکي کڅوړو کارولو له امله د اندېښنې په ډاګه کولو سربېره وايي چې دولت د پلاستيکي کڅوړو د زيانونو په اړه د پوهاوي په  اړه کمزوری عمل کړی دی.

د چاپېريال ساتنې ادارې د پلان او پاليسۍ مشر کاظم همايون، نن دغه موضوع په کابل کې د ځمکې د نړيوالې ورځې په مناسبت په جوړو شويو مراسمو کې څرګند کړ.

د نوموړي په وينا، سږ کال د ځمکې نړيواله ورځ "د پلاستيک ککړتيا ختمولو" په شعار سره چې د ملګرو ملتونو له خوا نومول شوې ده، نمانځل کېږي.

همايون زياته کړه: "پلاستيک تر ډېرو ډېر مصروفېدونکی شی ګڼل کېږي، په داسې حال کې چې د دغه محصول په اړه نړيوالې اندېښنې ورځ په ورځ ډېرېږي."

د چاپېريال ساتنې دغه چارواکي وويل: "نن له پلاستيک څخه کار اخيستل د انسانانو د روغتيا لپاره نه يواځې په افغانستان، بلکې په نړيواله کچه پر يو ګواښ بدل شوی او له همدې امله سږکال "د پلاستيک ککړتيا ختمولو" شعار انتخاب شوی دی."

کاظم همايون وويل: "پلاستيک داسې موادو لرونکی دی چې ډېر ضررونه لري او له منځه تګ يې سلګونه کلونه نيسي او له کابو ۵۰۰تر ۱۰۰۰کلونو پورې پاتې کېږي او له منځه نه ځي او پلاستيک په خپل جوړښت کې له ۳۰۰ ډېر ډوله کيمياوي مواد لري او همدا مواد د انسان په بدن کې د بېلا بېلو ناروغيو رامنځ ته کېدو لامل ګرځي او د انسان روغتيا ګواښي."

د چاپېريال ساتنې ادارې د پلان او پاليسۍ رييس زياته کړه چې په پام کې لري د يوه پنځه کلن پروګرام په بهير کې په هېواد کې له پلاستيک څخه د کار اخيستنې اوسنۍ کچه نيمايي ته راټيټه کړي.

د اومو موادو او پلاستيکي کڅوړو پر وارداتو د ماليې زياتېدل او د دغو کڅوړو د کارولو د ضررونو په برخه کې لا ډېر پوهاوی، له هغو طرحو څخه دي چې د نوموړي په خبره، ټاکل شوې ده چې عملي شي.

د کابل ښاروالۍ د تنظيف مشر احمد بهزاد غياثي وويل چې د ښاروالۍ له خوا په پلازمېنه کې د پلاستيکي کڅوړو د کارونې د زيانونو په اړه د خلکو د پوهاوي لپاره اقدام شوی، خو دا کار بسنه نه کوي.

د نوموړي په وينا، د کابل ښاروالي په پام کې لري چې له لوړپوړو حکومتي چارواکو سره د پلاستيکي کڅوړو د کارولو د منع کېدو په اړه خپله وړانديزي طرحه شريکه کړي چې تاييد او عملي شي.

په داسې حال کې چې په هېواد کې د پلاستيکي کڅوړو د کارولو د کچې په  اړه دقيق شمېر نه دی معلوم، خو د کابل ښاروالي وايي چې په پلازمېنه کې هره ورځ له پنځو ټنو کثافانو د توليد شل سلنه يې پلاستيکي توکي په ځانګړې توګه کڅوړې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.