ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پوليسو نجيب الله کابلی نيولی

پوليسو نجيب الله کابلی نيولی

author avatar
22 Apr 2018 - 14:01
پوليسو نجيب الله کابلی نيولی
author avatar
22 Apr 2018 - 14:01

 

کابل (پژواک، ۲ غويی ۹۷): پوليسو د افغانستان د ملي مشارکت ګوند مشر نجيب الله کابلی چې د لومړۍ محکمې له خوا پر يو کال تنفيذي بند محکوم شوی، نيولی دی.

د کابل د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي سلاکار حشمت الله ستانکزي د جزئياتو له ورکولو پرته وويل چې نجيب الله کابلی پرون د يوې قضيې په تړاو نيول شوی دی.

هغه زياته کړه چې د يادې قضيې په اړه جزئيات بايد محکمه وړاندې کړي.

نجيب الله کابلی چې اوس د پوليسو په بند کې دی، پژواک خبري اژانس ته په ټيلېفوني اړيکه کې وويل چې نوموړی د لومړۍ محکمې له خوا د هغې حقوقي دعوې په تړاو پر يو کال تنفيذي بند محکوم  کړی شوی چې له ځينو کسانو سره يې له يو کال را په دېخوا لري.

کابلي په داسې حال کې چې د مقابل لوري نوم يې وانه خيست زياته کړه، سره له دې چې ځينو کسانو يې پر کور، د دعوا د لوري په اشاره بريد کړی، مقابل لوري ناسم اسناد وړاندې کړي او ادعا يې کړې چې ده (کابلي) يو څوک ګواښلي او ټپي کړي دي.

نوموړي د مقابل لوري نوم وا نه خيسيت، زياته يې کړه: "د دعوا مقابل لوری، په بشپړه توګه غلط و او اسناد يې دقيق نه وو، خو دا چې باداران يې په  سر کې ځای لري، پرېکړه د دوی په ګټه شوې."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.