کابل(پژواک،۳غويی۹۷):د ټاکنو د څار بنسټونه وايي، د ټاکنو د قانون له تعديل سره سره، په ټاکنو کې د نوماندانو لپاره شرايط برابر نه دي او په ځانګړې توګه ښځې په دې بهير کې له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي.
د ټاکنو قانون په ۱۳۹۲ کال کې د ملي شورا له تصويب وروسته د هغه مهال د ولسمشر له خوا توشيح شو. په ۱۳۹۶ کال کې په دې قانون کې د ټاکنيزو اصلاحاتو په لړ کې تعديل رامنځ ته شو او د ملي شورا د دواړو جرګو له خوا تر تاييد وروسته د ولسمشر له خوا توشيح او نافذ شو.
په ټاکنو کې (نوی قانون) د نوماندانو لپاره مهم شرطونه؛
- افغان تابعيت او يا په ټاکنو کې له نوماندۍ څخه لږ تر لږه لس کاله مخکې د افغانستان د تابعيت ترلاسه کول؛
- د بشر ضد جرمونو کولو نه محکومېدل او يا د محکمې له خوا به له مدني حقونو څخه نه وي بې برخې شوی؛
- د (ولسي جرګې، ولايتي او ولسواليو شوراګانو) په ټاکنو کې د نوماندۍ په ورځ د ۲۵ کاله عمر بشپړېدل،
- د ټاکنيزو مبارزو لپاره د لګېدونکو پيسو د اندازې نه معلومېدل (په پخواني قانون کې د ملي شورا لپاره يو ميليون افغانۍ او د ولسواليو شوراګانو لپاره ۱۰۰زره افغانۍ ټاکل شوې وې)؛
- د ټاکنو کمېسيون ته په ټاکنيزو مبارزو کې د خپلو لګښتونو د اندازې او مواردو په اړه تمويلوونکې سرچينې ته د کره راپور وړاندې کولو لپاره د ټاکنيزو نوماندانو نه مکلفېدل؛
- د ټاکنيزو مبارزو لپاره له بهرنيو وګړو يا دولتونو او يا په افغانستان کې د مېشتو بهرنيو هېوادونو سياسي نمايندګيو دفترونو څخه د مالي مرستو ترلاسه کولو منع؛
- د ولسي جرګې په ټاکنو کې د نوماند له خوا د ضمانت په توګه د ۳۰زره افغانيو ورکړه او د ولسواليو شوراګانو په ټاکنو کې د نوماند لپاره د ۱۰زره افغانيو ورکړه (په پخواني قانون کې هم همدا اندزه وه)؛
- د ټاکنيزو جرمونو د مجرمينو لپاره له درې مياشتو تر پنځو کالو بند محکومېدو په پام کې نيول (په پخواني قانون کې د مجازاتو په اړه څه نه و ويل شوي)؛
- د ټاکنيزو سرغړونو لپاره د نغدي جرمو په پام کې نيول (په پخواني قانون کې نه دي ذکر شوي)؛ login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن