ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

” د کابل پروني ځانمرګي بريد کې،۶۹تنه وژل شوي او۱۲۰نور ټپيان دي”

” د کابل پروني ځانمرګي بريد کې،۶۹تنه وژل شوي او۱۲۰نور ټپيان دي”

author avatar
23 Apr 2018 - 17:07
” د کابل پروني ځانمرګي بريد کې،۶۹تنه وژل شوي او۱۲۰نور ټپيان دي”
author avatar
23 Apr 2018 - 17:07

کابل(پژواک،۳غويی۹۷): د کابل پوليس وايي چې ددغه ښار په لوېديځ کې په پروني ځانمرګي بريد کې د وژل شوو کسانو شمېر ۶۹او د ټپيانو شمېر ۱۲۰تنو ته رسېدلی دی.

پرون غرمه(يکشنبه د غويي۲مه) له غرمې مخکې لس بجې د کابل ښار د شپږمې حوزې اړوند په دشت برچي سيمه کې د تذکرو وېشلو پر يوه مرکز ځانمرګی بريد ترسره شو. ددغه بريد مسووليت داعش وسله والې ډلې منلى دى.

د کابل د امنيې قوماندانۍ د رسنيو مسوول حشمت الله ستانکزي نن( دوشنبه) پژواک خبري اژانس ته وويل چې د پروني ځانمرګي بريد د وژل شوو کسانو شمېر ۶۹تنو او د ټپيانو شمېر ۱۲۰تنو ته رسېدلی دی.

هغه زياته کړه چې په وژل شوو کسانو کې۷ښځې، ۶ماشومان او دوه ملي پوليس هم شامل دي.

ستانکزي زياته کړه چې اوسمهال د ټپيانو وضعيت چې ښځې، ماشومان او پوليس هم په کې شامل دي، د ډاډ وړ ښودل شوى دى.

دا په داسې حال کې ده چې تېر ماښام، عامې روغتيا وزارت د کابل ښار روغتونونو ته د ۵۷جسدونو او ۱۱۹ټپيانو رسېدو خبر ورکړی و.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.