فراه(پژواک،۳غويی۹۷): ځايي چارواکي وايي چې د فراه ولايت بالابلوک ولسوالۍ پر نواباد کلي د پوليسو پر يوې پوستې ددولت د وسله والو مخالفينو په بريد کې، څلور پوليس او ددولت درې وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
د فراه د والي وياند ناصري مهري پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه بريد تېره شپه ترسره شوی چې له امله يې څلور پوليس او د دولت درې وسله وال مخالفين وژل شوي، درې پوليس او دوه وسله وال مخالفين ټپيان شوي دي.
د سيمې يوه اوسېدونکي چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياده شوې پوسته د يو څه وخت لپاره د دولت د وسله والو مخالفينو په کنټرول کې وه او مخالفينو د پوستې دوه موټر سوځولي دي.
هغه وويل چې دولتي ځواکونو نن سهار دغه سيمه بېرته نيولې ده.
نوموړي زياته کړه چې په پېښه کې د ولسي خلکو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري.
د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي هم وويل چې پوسته طالبانو نيولې او د باري ګل په نامه قوماندان په ګډون يې ۷پوليس وژلي دي.
نوموړي په دغه بريد کې طالبانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبره رد کړه او ويې ويل چې د پوستې يوه اندازه وسلې او مهات هم د طالبانو لاسته ورغلي دي.
خو د فراه د والي وياند ناصر مهري د طالبانو دغه خبرې نه مني.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن