کابل (پژواک، ۳ غویی ۹۷): د عدلیې وزارت اعلان وکړ چې تېر کال د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ۲۶زره جریبه دولتي ځمکې له غصب څخه مخنیوی شوی او زرګونه جریبه ځمکه له غاصبینو بېرته نیول شوې ده.
د دغه وزارت ویاند محمد امان ریاضت نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل چې ۱۳۹۶ کال کې د عدلیې وزارت هڅو په ترڅ کې زرګونه جریبه ځمکه چې مرکز او ولایتونو کې غصب شوې وه، له څېړنو وروسته د دولت د قضایاوو ادارې د مسلکي غړو استرداد د قرار له مخې، اړوندو ادارو ته تسلیم شوې ده.
نوموړي د یادو ځمکو شمېرې ونه ښودې، خو ویې ویل چې نږدې ۵۳زره یې په بلخ ولایت کې ده.
ریاضت د چا د نوم له اخیستو پرته وویل، ځینو هڅه کوله چې د هېواد په ځینو ولایتونو کې ۲۶زره جریبه ځمکه غصب کړي، خو د عدلیې وزارت د مسلکي ډلو هڅو په ترڅ کې محاکموپه دې برخه کې د دولت په ګټه پرېکړه وکړه او له غصبه یې مخنیوی وشو.
همداراز نوموړي یادونه وکړه چې دغه وزارت تېر کال د محاکمو په شتون کې د اوو دولتي کورونو او یو اپارتمان د غصب مخنیوی وکړ او همداراز د دولت څه باندې ۱۷۱ میلیونه افغانیو، شاوخوا یو میلیون امریکایي ډالرو او ۱۳زره یورو له اختلاس څخه مخنیوی کړی دی.
ریاضت وویل چې عدلي او قضایي ارګانونو کې د پراخو اصلاحاتو لپاره د جوړ شوي عملي پلان له مخې به د ځمکې له غصبه کره، جدي او پر ټاکلي وخت مخنیوی وشي او غاصبین به محکمې ته حاضر کړل شي، له دې وروسته به د دولتي ځمکو او املاکو له غصب څخه د مخنیوي لپاره د ځانګړې محکمې له لوري لاسرسی وشي.
د نوموړي په وینا، د دولتي ځمکو او املاکو د غصب قضایاوو څېړلو لپاره په دې وروستیو کې ځانګړې محکمه جوړه شوې ده.
د افغانستان د ځمکو خپلواکې ادارې د تېر کال معلوماتو له مخې، د هېواد په کچه ۲۶۲زره جریبه ځمکه غصب شوې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن