ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک: په برمل کې د لاريون کوونکو او طالبانو تر منځ نښته شوې

خلک: په برمل کې د لاريون کوونکو او طالبانو تر منځ نښته شوې

author avatar
23 Apr 2018 - 15:00
خلک: په برمل کې د لاريون کوونکو او طالبانو تر منځ نښته شوې
author avatar
23 Apr 2018 - 15:00

ښرنه (پژواک، ٣ غويى ٩٧): د پکتيکا ولايت په برمل ولسوالۍ کې د سولې خېمې د ګډونوالو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته شوې ده.

ځايي اوسېدونکي وايي چې د برمل ولسوالۍ د لمن په سيمه کې له شمالی او سوېلي وزيرستانه بېځايه شوو کډوالو د سولې او پښتون ژغورنې په ملاتړ لاريون کړی و خو وسله والو طالبانو يې مخه نيولې او د دواړو لورو تر منځ نښته شوې ده.

د برمل ولسوالۍ د وزيرو قومي مشر حاجي قدرت الله د غويي په ٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په شمالي او سوېلي وزيرستانونو کې د پاکستان د پوځ د عملياتو له امله دوه زره کورنۍ بېځايه شوې او په برمل کې مېشتې دي.

هغه زياته کړه چې د برمل ولسوالۍ او يادو کډوالو د سولې او پښتون ژغورنې په ملاتړ لاريون وکړ چې وسله والو طالبانو يې مخه ونيوه او د لاريون کوونکو او وسله والو تر منځ فزيکي شخړه هم رامنځته شوې ده.

د نوموړي په وينا، په دې شخړه کې څلور لاريون کوونکي او دوه وسله وال طالبان ژوبل شوي خو لاريون يې نه دی ترسره کړی.

قدرت الله وايي، اوس هم د بيا ځلي  لاريون د پلانولو په موخه د وزيرو قومونه په مشورو بوخت دي څو دوی د سولې او پښتون  ژغورنې په ملاتړ  خپل اواز پورته کړي.

د دغه لاريون يو بل ګډون وال عيسى خان هم وايي چې وسله وال طالبان دوی ته اجازه نه ورکوي چې لاريون وکړي.

د هغه په وينا، دوی به د خپل سر په بدله د ټول قوم په غوښتنه او اتحاد دغه لاريون ترسره کوي.

د يادونې ده، وسله والو طالبانو او افغان دولت په دې اړه تر اوسه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.