ښرنه (پژواک، ٣ غويى ٩٧): د پکتيکا ولايت په برمل ولسوالۍ کې د سولې خېمې د ګډونوالو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته شوې ده.
ځايي اوسېدونکي وايي چې د برمل ولسوالۍ د لمن په سيمه کې له شمالی او سوېلي وزيرستانه بېځايه شوو کډوالو د سولې او پښتون ژغورنې په ملاتړ لاريون کړی و خو وسله والو طالبانو يې مخه نيولې او د دواړو لورو تر منځ نښته شوې ده.
د برمل ولسوالۍ د وزيرو قومي مشر حاجي قدرت الله د غويي په ٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په شمالي او سوېلي وزيرستانونو کې د پاکستان د پوځ د عملياتو له امله دوه زره کورنۍ بېځايه شوې او په برمل کې مېشتې دي.
هغه زياته کړه چې د برمل ولسوالۍ او يادو کډوالو د سولې او پښتون ژغورنې په ملاتړ لاريون وکړ چې وسله والو طالبانو يې مخه ونيوه او د لاريون کوونکو او وسله والو تر منځ فزيکي شخړه هم رامنځته شوې ده.
د نوموړي په وينا، په دې شخړه کې څلور لاريون کوونکي او دوه وسله وال طالبان ژوبل شوي خو لاريون يې نه دی ترسره کړی.
قدرت الله وايي، اوس هم د بيا ځلي لاريون د پلانولو په موخه د وزيرو قومونه په مشورو بوخت دي څو دوی د سولې او پښتون ژغورنې په ملاتړ خپل اواز پورته کړي.
د دغه لاريون يو بل ګډون وال عيسى خان هم وايي چې وسله وال طالبان دوی ته اجازه نه ورکوي چې لاريون وکړي.
د هغه په وينا، دوی به د خپل سر په بدله د ټول قوم په غوښتنه او اتحاد دغه لاريون ترسره کوي.
د يادونې ده، وسله والو طالبانو او افغان دولت په دې اړه تر اوسه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن