ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ٢،٣ میلیارد افغانیو په ارزښت ٢٠ نوي قراردادونه منظور شول

د ٢،٣ میلیارد افغانیو په ارزښت ٢٠ نوي قراردادونه منظور شول

author avatar
23 Apr 2018 - 14:47
د ٢،٣ میلیارد افغانیو په ارزښت ٢٠ نوي قراردادونه منظور شول
author avatar
23 Apr 2018 - 14:47

کابل (پژواک، ٣ غويى ٩٧): د ملي تدارکاتو کمېسیون د ٢،٣ میلیارده افغانیو په ارزښت شل نوي قراردادونه منظور کړي دي.

له ارګه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کېسیون اونیزه غونډه پرون ماښام په ارګ کې جوړه شوه.

سرچينه کاږي، په دې غونډه کې کمېسیون ۳۴ قراردادونه و ارزول او په پایله کې د ٢،٣ میلیارده افغانیو په ارزښت شل لاندې قراردادونه منظورکړل:

1. د پکتیا ولایت د ګردېز ښار د اوبو رسولې شبکې پروژې قرارداد

2. د کلیو پراختیا وزارت اړوند د پروان ولایت چاریکار ښار کې د ۸ کیلومتره پاخه سرک جوړولو پروژې قرارداد

3. د فاریاب ولایت د میمنې ښار د اوبو رسولو شبکې قرارداد چې له داوطلب شرکت سره د نهایي مذاکرې په شرط منظور شو

4. د افغانستان د ملکي او هوایي چلند خپلواکې ادارې اړوند د هرات نړیوال هوایي ډګر د پراختیا د تخنیکي مطالعې او تجهیز قرارداد

5. د کابل ښاروالۍ د وسایطو او ماشین الاتو د اړتیا وړ درې ډوله (ډیزل، پټرول او خاورې) تېلو د برابرولو او تدارک قرارداد

6. د لوړو زده کړو وزارت مرکز کدري روغتونونو او تحصیلي بنسټونو د اړتیا اعاشوي موادو د تهیې او تدارک قرارداد

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.