کابل (پژواک، ٣ غويى ٩٧): د ملي تدارکاتو کمېسیون د ٢،٣ میلیارده افغانیو په ارزښت شل نوي قراردادونه منظور کړي دي.
له ارګه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کېسیون اونیزه غونډه پرون ماښام په ارګ کې جوړه شوه.
سرچينه کاږي، په دې غونډه کې کمېسیون ۳۴ قراردادونه و ارزول او په پایله کې د ٢،٣ میلیارده افغانیو په ارزښت شل لاندې قراردادونه منظورکړل:
1. د پکتیا ولایت د ګردېز ښار د اوبو رسولې شبکې پروژې قرارداد
2. د کلیو پراختیا وزارت اړوند د پروان ولایت چاریکار ښار کې د ۸ کیلومتره پاخه سرک جوړولو پروژې قرارداد
3. د فاریاب ولایت د میمنې ښار د اوبو رسولو شبکې قرارداد چې له داوطلب شرکت سره د نهایي مذاکرې په شرط منظور شو
4. د افغانستان د ملکي او هوایي چلند خپلواکې ادارې اړوند د هرات نړیوال هوایي ډګر د پراختیا د تخنیکي مطالعې او تجهیز قرارداد
5. د کابل ښاروالۍ د وسایطو او ماشین الاتو د اړتیا وړ درې ډوله (ډیزل، پټرول او خاورې) تېلو د برابرولو او تدارک قرارداد
6. د لوړو زده کړو وزارت مرکز کدري روغتونونو او تحصیلي بنسټونو د اړتیا اعاشوي موادو د تهیې او تدارک قرارداد
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن