د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ټاکنو د څار بنسټونه: په ټاکنو کې د نوماندۍ لپاره شرايط مناسب نه دي

د ټاکنو د څار بنسټونه: په ټاکنو کې د نوماندۍ لپاره شرايط مناسب نه دي

Apr 23, 2018 - 19:57

کابل(پژواک،۳غويی۹۷):د ټاکنو د څار بنسټونه وايي، د ټاکنو د قانون له تعديل سره سره، په ټاکنو کې د نوماندانو لپاره شرايط برابر نه دي او په ځانګړې توګه ښځې په دې بهير کې له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي.

د ټاکنو قانون په ۱۳۹۲ کال کې د ملي شورا له تصويب وروسته د هغه مهال د ولسمشر له خوا توشيح شو. په ۱۳۹۶ کال کې په دې قانون کې د ټاکنيزو اصلاحاتو په لړ کې تعديل رامنځ ته شو او د ملي شورا د دواړو جرګو له خوا تر تاييد وروسته د ولسمشر له خوا توشيح او نافذ شو.

په ټاکنو کې (نوی قانون) د نوماندانو لپاره مهم شرطونه؛

  • افغان تابعيت او يا په ټاکنو کې له نوماندۍ څخه لږ تر لږه لس کاله مخکې د افغانستان د تابعيت ترلاسه کول؛
  • د بشر ضد جرمونو کولو نه محکومېدل او يا د محکمې له خوا به له مدني حقونو څخه نه وي بې برخې شوی؛
  • د (ولسي جرګې، ولايتي او ولسواليو شوراګانو) په ټاکنو کې د نوماندۍ په ورځ د ۲۵ کاله عمر بشپړېدل،
  • د ټاکنيزو مبارزو لپاره د لګېدونکو پيسو د اندازې نه معلومېدل (په پخواني قانون کې د ملي شورا لپاره يو ميليون افغانۍ او د ولسواليو شوراګانو لپاره ۱۰۰زره افغانۍ ټاکل شوې وې)؛
  • د ټاکنو کمېسيون ته په ټاکنيزو مبارزو کې د خپلو لګښتونو د اندازې او مواردو په اړه تمويلوونکې سرچينې ته د کره راپور وړاندې کولو لپاره د ټاکنيزو نوماندانو نه مکلفېدل؛
  • د ټاکنيزو مبارزو لپاره له بهرنيو وګړو يا دولتونو او يا په افغانستان کې د مېشتو بهرنيو هېوادونو سياسي نمايندګيو دفترونو څخه د مالي مرستو ترلاسه کولو منع؛
  • د ولسي جرګې په ټاکنو کې د نوماند له خوا د ضمانت په توګه د ۳۰زره افغانيو ورکړه او د ولسواليو شوراګانو په ټاکنو کې د نوماند لپاره د ۱۰زره افغانيو ورکړه (په پخواني قانون کې هم همدا اندزه وه)؛
  • د ټاکنيزو جرمونو د مجرمينو لپاره له درې مياشتو تر پنځو کالو بند محکومېدو په پام کې نيول (په پخواني قانون کې د مجازاتو په اړه څه نه و ويل شوي)؛
  • د ټاکنيزو سرغړونو لپاره د نغدي جرمو په پام کې نيول (په پخواني قانون کې نه دي ذکر شوي)؛
  • په دولتي او شخصي ادارو کې د کاري تجربې، تحصيل درجې ته لومړيتوب ورکول چې د هغه رايه له نورو کسانو سره مساوي ده (د ولسي جرګې، ولايتي او ولسواليو شوراګانو ټاکنې)؛

د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ (ټيفا) مشر محمد نعيم ايوب زاده په نوي قانون کې د نوماندانو د شرايطو په اړه وويل: "له بده مرغه چې د ټاکنو په نوي قانون کې د نوماندانو د نوماندۍ په شرايطو کې چندان بدلونونه نه دي رامنځ ته شوي."

هغه وويل: "بايد د هڅونې او ټاکنو بهير ته د ښځينه نوماندانو د لارې موندنې لپاره د رايې ورکونې د کارتونو د کمېدو په شمول اسانه شرايط رامنځ ته کول په پام کې نيول شوي واى، څو په راتلونکو ټاکنو کې د ښځو شتون ډېر شي، خو له بده مرغه چې په قانون کې دا شی نه شته. "

ايوب زاده زياته کړه: "په نوي قانون کې په ټاکنو کې د زورواکانو، جنګ سالارانو، مجرمينو او خيانتکارانو د نوماندۍ د مخنيوي په اړه ويل شوي، بايد د محکمې حکم موجود وي، خو له بده مرغه چې اوس د دغو کسانو د جرم ثابتولو لپاره محکمه نه ده جوړه شوې او دا يوه نيمګړتيا ده."

د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ (فیفا) اجرایي مشر یوسف رشید وویل چې دې بنسټ ځینې بدلونونه په پام کې نیولي چې د ټاکنو نوي قانون کې د نوماندۍ شرایط په اړه کافي او مناسب نه دي.

د نوموړي په وینا، اوس د حل لار دا ده چې خلک وړ کسان وټاکي، هغوی ته رایه ورکړي او د ټاکنو له بهیر څخه په دقت څارنه وکړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون کمیشنر سید حفیظ الله هاشمي د دې اندېښنو په اړه وویل پر ټاکنو د څار بنسټونو هر راز اندېښنه، په ټاکنو کې د نوماندۍ شرایطو له امله ولسي جرګې او جمهوري ریاست ته راجع کېږي.

د نوموړي په وینا، د ټاکنو قانون ښه توب لپاره پر ټاکنو د څار بنسټونو او مدني ټولنې وړاندیزونو رد او یا منل د ملي شورا او ولسمشرۍ له صلاحیتونو څخه دي او کمېسیون دا مهال مکلف دی چې د نوي نافذ شوي قانون له مخې، د ټاکنو کاري چارې پر مخ یوسي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement