ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيا خلک: پر تذکره د سټېکر لګولو سيستم دې بدل شي

د پکتيا خلک: پر تذکره د سټېکر لګولو سيستم دې بدل شي

author avatar
23 Apr 2018 - 15:01
د پکتيا خلک: پر تذکره د سټېکر لګولو سيستم دې بدل شي
author avatar
23 Apr 2018 - 15:01

ګردېز (پژواک، ٣ غويی ٩٧): د پکتيا ولايت اوسېدونکي ټاکنو ته د نوم ليکنې لپاره پر تذکرو د سټېکر (چسپ) لګول له امنيتي پلوه ناسم بولي او ټينګار کوي چې په بديله لاره دې فکر وشي.

دوی وايي چې د دغه ولايت د ځينو سيمو په ګډون د ګاونډيو او نورو ولايتونو ګڼ خلک د امنيتي ګواښ له امله پر تذکره سټېکر نه شي لګولی او له رايه ورکولو پاتې کېږي.

د پکتيا پوهنتون استاد خالد حبيب د ټاکنو نوې پروسه نيمګړې بولي او وايي چې ځينې مهمې مسئلې په کې له پامه غورځول شوې دي.

حبيب وايي چې پر تذکره د سټېکر لګولو پر ځای دې يوازې د تذکرې شمېره ثبت شي او د ټاکنو په ورځ به د ثبت شوي لېست له مخې يوازې هغه کسان رايه وکارولی شي چې تذکره يې ثبت شوې وي.

نوموړی بله لاره د نوو کارتونو وېشل يادوي او وايي چې د ١٢ ميليونه کاغذي تذکرو له وېش، د هغوی له ثبت او پرې د سټېکر له لګولو د نوو کارتونو وېشل اسانه او ارزانه لاره ده.

ده زياته کړه چې له رايې د خلکو په محرومېدو درغلي او داسې پارلمان جوړېدو ته لار هوارېږي چې د خلکو اراده به په کې نه وي او نه به د ملت او هېواد د ګټو پر اساس فعاليت کوي.

دی وايي: ((د پکتيا د ځينو ساحو په شمول د افغانستان ډېرې سيمې دي چې د رايې په ورکولو د خلکو ګوتې پرې شوې، هغه ولس به په خپله تذکره سټېکر څنګه ووهي؟ دا جدي اندېښنه ده، موږ په دې کار يوه لويه کتله خلک له رايې محروموو.))

دغه راز مدني فعال عيسی محمد صادق پر ياده پروسه د خلکو نه پوهاوی او ناسم امنيتي حالت ننګونې بولي او وايي که پروسه همداسې روانه وي، ښايي له نيمايي ډير خلک په ټاکنو کې له برخې اخيستو پاتې شي.

صادق، دولت له دوی سره په جفا کولو تورنوي او وايي چې له يوې خوا خلکو ته عامه پوهاوی نه دی شوی او له بل لوري د نوم ليکنې لپاره وخت هم کم ټاکل شوی دى.

نوموړي پژواک ته وويل: ((يو چا ته عامه پوهاوی نه دی ورکړل شوی، چې رايه په تذکره ورکول کيږي، هغه به څنګه تذکره واخلي؟ څنګه به په تذکره سټېکر ورته وهې؟ څو مياشتې بايد خلک پوه شوي وای، اوس يې له موږ هم لار ورکه ده. ))

د زرمت ګڼ نفوسه او نا امنې ولسوالۍ اوسېدونکی مسلم وايي چې د دوی په سیمه کې تر اوسه هېچا په ټاکنو کې د برخې اخيستو لپاره نومليکنه نه ده کړې او نه يې نوې تذکرې اخيستې دي.

ده وويل چې د نورو خلکو په څېر غواړي په انتخاباتو کې برخه واخلي، خو امنيتي ګواښونه يې له دي حقه محروموي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.