هرات (پژواک، ٣ غويى ٩٧): د غور ولايت څلور اوسېدونکي چې هرات ته روان وو، د هرات په چشت ولسوالۍ کې طالبانو له موټر ښکته کړي او له ځان سره یې بیولي دي.
د هرات د چشت ولسوال سيد کريم زاهد پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو پرون ماښام يو مسافر وړونکى موټر چې له غور ولايته هرات ښار ته روان و، په دره تخت سيمه کې درولى او ټول سپرلي يې له ځان سره بيولي دي.
زاهد زياته کړه چې له څو ساعتونو وروسته يې دغه مسافر را خوشي کړي، خو څلور يې له ځان سره ساتلي دي.
د چشت ولسوال نن سهار پژواک خبري اژانس ته وويل چې تر اوسه پورې د دغو څلورو کسانو د برخليک په اړه معلومات نه لري.
هغه وويل چې ياده سيمه د طالبانو تر حاکميت لاندې ده، خو بيا هم د يادو کسانو د خلاصون هڅې روانې دي.
د غور د شهرک ولسوال محمد کبيري پژواک ته وويل چې طالبانو پنځه مسافر له ځان سره ساتلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې اوونۍ وړاندې د غور- هرات لويې لارې په اوږدو کې طالبانو درې مسافر وژلي او دوه يې ټپيان کړي وو.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن