پل علم (پژواک، ٣ غويى ٩٧): د لوګر چارواکي وايي، وسله والو طالبانو د مخابراتي شبکو درې انتنونه سوځولي چې له امله يې زرګونه کورنۍ له دې اسانتيا محرومې شوې دي.
د لوګر د والي وياند سليم صالح د غويي په ٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره شپه د محمد اغې ولسوالۍ د غزني خېلو په سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې وسله والو طالبانو د افغان بېسيم، اتصالات او اېم ټي ان مخابراتي شبکو درې انتنونه سوځولي دي.
د صالح په وينا، د انتونونو له سوځولو سره د يادې سيمې زرګونه کورنۍ له مخابراتي اسانتياوو بې برخې شوې دي.
د غزني خېلو کلي يوه اوسېدونکي حميدالله پژواک ته وويل چې وسله والو د يادو انتنونو ساتونکي تړلي وهلي او بيا يې انتنونو ته اور اچولى دى.
د يادونې ده، وسله والو طالبانو د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې پر مخابراتي فعاليتونو بندېز لګولى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن