ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ناټو: پوځي فشارونه به وسله وال طالبان د سولې خبرو ته چمتو کړي

ناټو: پوځي فشارونه به وسله وال طالبان د سولې خبرو ته چمتو کړي

author avatar
23 Apr 2018 - 17:39
ناټو: پوځي فشارونه به وسله وال طالبان د سولې خبرو ته چمتو کړي
author avatar
23 Apr 2018 - 17:39

لښکرګاه(پژواک،٣غويى۹۷):افغانستان کې دناټو ملکي استازى وايي چې پر وسله والو طالبانو پرله پسې پوځي فشارونه ددې لامل کېداى شي چې طالبان د سولې خبرو ته چمتو شي.

دغه څرګندونې په افغانستان د ناټو ملکي استازي کورنیلیوس زیمرمن نن د غويي په درېيمه د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د دې ولايت له چارواکو سره د يوې خبري غونډې په ترڅ کې وکړې.

هغه وويل چې د سفر په ترڅ کې يې د دې ولايت له چارواکو، ديني عالمانو او قومي مشرانو سره د امنيت، سولې او ټاکنو په اړه خبرې کړې دي.

زيمرمن ټينګار وکړ چې په افغانستان کې د سولې، امنيت او ديموکراسۍ د ټينګښت لپاره مهمه ده چې خلک په ټاکنو کې برخه واخلي.

نوموړي دا هم وويل،که څه هم د دوى دنده افغان چارواکو ته د مشورو ورکول دي، خو د روان کال په اوږدو کې به ٣٠٩٠ تازه دمي سرتېري هم افغانستان ته راشي.

هغه زياته کړه چې پر وسله والو طالبانو پرله پسې پوځي فشارونه ددې لامل کېداى شي چې طالبان د سولې خبرو ته چمتو شي.

دغه راز په دې غونډه کې د هلمند والي حيات الله حيات وويل چې په راتلوونکو ټاکنو کې د خلکو د پراخې ونډې په موخه به د دې ولايت په يو شمېر سيمو کې پوځي عمليات پيل شي.

د هغه په وينا، په کومو سيمو کې چې عمليات ترسره کيږي د ټاکنو کمېسيون هم د هغه لپاره ځانګړي پروګرامونه لري، ترڅو اوسېدونکي يې په ټاکنو کې له برخې اخيستنې محروم پاتې نه شي.

ده زياته کړه:((د ناټو له ملکي استازي سره موږ پر ټولو مسايلو بحثونه کړي، چې له ځنډ پرته پرې لاس په کار شو.))

دغه راز په دې ناسته کې د امريکايي ځواکونو د ملکي حکومتولۍ استازي ډګرمن جوو بورجا وويل، افغان ځواکونه پياوړي شوي چې له امله يې د تېر کال په پرتله سږ کال په دې ولايت کې امنيت هم ښه شوى دى.

د هغه په اند، د دوى د مشورو په صورت کې به افغان ځواکونه پياوړي شي چې له امله يې د خلکو باور هم پرې زياتېږي.

د يادونې ده چې هلمند د افغانستان تر ټولو نا امنه ولايت دى چې دا مهال يې د شپږو ولسواليو بشپړ کنټرول له وسله والو طالبانو سره دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.