ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د ترافیکي پېښې له امله درې کسان مړه شوي

ننګرهار کې د ترافیکي پېښې له امله درې کسان مړه شوي

author avatar
23 Apr 2018 - 12:13
ننګرهار کې د ترافیکي پېښې له امله درې کسان مړه شوي
author avatar
23 Apr 2018 - 12:13

جلال اباد (پژواک، ۳ غويی ۹۷):  چارواکي وايي، د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د موټر او موټرسایکل تر منځ د ټکر له امله شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د غويي په ٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن `سهار شاوخوا اته نيمې بجې د بهسودو ولسوالۍ اړوند په رينګ روډ سيمه کې د يو الټو او يو تونس تر منځ ټکر شوی دی.

هغه زياته کړه، په دې پېښه کې يو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې او ترافيک پوليس سيمې ته ورغلي او پېښه تر څېړنې لاندې ده.

د ننګرهار د عامې روغتيا رياست مطبوعاتي مسوول انعام الله مياخېل وايي چې د پېښې له ځايه ورته درې جسدونه او درې ټپيان ور وړل شوي دي.

دی وايي، د ټپيانو روغتيايي وضعيت د ډاډ وړ دی او د جلال اباد حوزوي روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

د ترافيک پوليسو يوې سرچينې د نوم نه اخيستو په شرط بيا پژواک ته ويلي چې پېښه کې څلور کسان مړه شوي او دوه نور ټپيان دي.

دی وايي، پېښه د الټو او موټرسايکل چلوونکو د بې احتياطۍ له امله رامنځته شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو درېيو ورځو راهيسې جلال اباد ښار او نږدې سيمو کې پر موټر سايکل ګرځېدو بنديز هم لګېدلی دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.