ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يو شمېر مدني او سياسي بنسټونو د ټاکنو لپاره د نوم ليکنې بهير د غځولو غوښتنه وکړه

يو شمېر مدني او سياسي بنسټونو د ټاکنو لپاره د نوم ليکنې بهير د غځولو غوښتنه وکړه

author avatar
23 Apr 2018 - 17:15
يو شمېر مدني او سياسي بنسټونو د ټاکنو لپاره د نوم ليکنې بهير د غځولو غوښتنه وکړه
author avatar
23 Apr 2018 - 17:15

کابل(پژواک،٣ غويى ٩٧): يو شمېر مدني او سياسي بنسټونه د ټاکنو نوم ليکنې پروسه کې د خلکو پر کمرنګه  ګډون اندېښنه څرګندوي او وايي چې د خلکو د نوم ليکنې لپاره ځانګړى شوى وخت لنډ دى او بايد دغه بهير وغځول شي.

په دې ارګانونو کې د اصلاح او بدلون شورا، راه سوم ټولنيز بنسټ، د افغانستان د خلکو عدالت غوښتنې شورا، هيله بنسټ، هېواد ګروب، مشعل علمي ټولنه، همګرايي جوانان بنسټ، د افغانستان د خلکو اتفاق شورا، مهر ميهن ټولنيز بنسټ، دايمرداد ځوانانو شورا، باهمي مدني ايتلاف، افغان سخنوران بنسټ، موج جوانان متحد ټولنيز بنسټ، مصباح ټولنيز بنسټ، راه سعادت ټولنيز بنسټ، صفوان مدني سازمان او څار ځوانانو بنسټ شامل دي.

ددغو بنسټونو استازو نن په کابل کې يوه ناسته کې د نوم ليکنې پروسې او ټاکنو په اړه خبرې وکړې او د ټاکنيز بهير د ښه والي لپاره يې خپلې غوښتنې په يوه پرېکړه ليک کې اعلان کړې.

د اصلاح او بدلون ارګان مشر سنګر اميرزاده د ١٧ ګډونوالو نهادونو په استازولۍ پرېکړه ليک ولوست چې په کې راغلي، د افغانستان ګڼ شمېر خلک په ځانګړي ډول ښځې د تابعيت تذکره نه لري چې پر مټ يې د ټاکنو پروسه کې نوم ليکنه وکړي.

په دې پرېکړه ليک کې څرګنده شوې چې د تذکرو وېش بهير له جدي ستونزو سره مخ دى او احتمال شته چې د خلکو ستره برخه په ځانګړي ډول ښځې ونه شي کولى چې تذکره واخلي او په راتلونکو ټاکنو کې ګډون وکړي.

ددغه پرېکړه ليک لاسليک کوونکو له ټاکنو کمېسيون او د نفوسو احوال د ثبت ادارې څخه غوښتنه کړې چې د نوم ليکنې مرکزونو د ډېرولو تر څنګ دې د تذکرو وېش بهير هم اسان او د لاس رسي وړ کړي، څو ګڼ شمېر خلک وکولى شي چې نوم ليکنه وکړي او موده يې وغځوي.

په پرېکړه کې له طالبانو غوښتنه شوې چې ټاکنو کې ګډون وکړي او د خپلو استازو د غوره کولو لپاره د هېواد او خلکو راتلونکي برخليک ټاکلو کې ونډه واخلي.

دغو بنسټونو حکومت او ټاکنيز کارکوونکي  د نوم ليکنې مرکزونو په امنيت ټينګولو کې پاتې وبلل او د ټاکنيزو کارکوونکو او مرکزونو د امنيت غوښتنه يې وکړه.

په دې ناسته کې ١٧ سياسي او مدني بنسټونو ګډون کړى و او ويې ويل چې د هېواد د بېلابېلو اقشارو رول په ټاکنيزه پروسه کې ډېر مهم دى او خلک بايد د خپل برخليک د ټاکلو لپاره په پراخه ډول ټاکنو کې ګډون وکړي.

په ورته وخت کې د کابل ښار د موټر پلورونکو د ټولنې له لوري په جوړه شوې ناسته کې د ټاکنو بهير پر اهميت ټنيګار وکړ او له بېلابېلو اقشارو يې وغوښتل چې نوم ليکنه وکړي او په ټاکنو کې دې برخه واخلي.

د کمېسيون له لوري د وړاندې کړو معلوماتو له مخې، د ټاکنو لپاره د نوم  ليکنې پروسه په درېيو پړاوونو لومړى په ښارونو، دويم په ولسواليو او درېيم په کليو کې تر سره کېږي چې دوه مياشتې وخت به ونيسي.

د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې پروسه د وري په ٢٥مه نېټه په ټول هېواد کې پيل شوې ده. د ټاکنو خپلواک کمېسيون ويلي چې تر اوسه پورې ٢٣٠ زره تنو نوم ليکنه کړې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.