ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په زابل کې د کرکټ لوبغالي د جوړولو درېدلې چارې بېرته پيل شوې

په زابل کې د کرکټ لوبغالي د جوړولو درېدلې چارې بېرته پيل شوې

author avatar
23 Apr 2018 - 16:01
په زابل کې د کرکټ لوبغالي د جوړولو درېدلې چارې بېرته پيل شوې
author avatar
23 Apr 2018 - 16:01

کلات ، کابل (پژواک، ٣ غويى ٩٧): د زابل ولایت اوسېدونکي او چارواکي وايي چې په کابل کې د یو شمېر ادارو له لوري د کرکټ د معیاري میدان د جوړېدو پر وړاندې ستونزې جوړې شوې ، خو د ښار جوړونې وزارت وايي، چې چارې يې بېرته پيل شوې دي.

په کلات ښار کې د کرکټ د معیاري لوبغالي جوړېدو چارې شاوخوا یو کال وړاندې د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت د ٣٤ ميليونه افغانيو په لګښت پيل شوې دي.

د کرکټ لپاره دغه لوبغالی د کلات ښار په شمال کې د مجید زابلي په نوي جوړېدونکي ښارګوټي کې پيل شوې او مسوولین وايي چې د لېول یا هواري چارې يې هم پای ته ورسېدې، خو وروسته د ځينو ستونزو له امله يې اوس دغه میدان جوړېدو چارې ځنډېدلې، لوبغاړي او مینه وال يې اندېښمن کړي دي.

د کلات ښار د کرکـټ يو لوبغاړى نوراحمد وایي چې په زابل کې د ده په څېر سلګونه د کرکټ لوبغاړي شته، خو امکانات یې کم دي او د لاسته راوړنو پر وړاندې یې ستونزې جوړېږي.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل، د کال په اوږدو کې دلته د کرکټ سيالۍ په لاره اچول کېږي چې له نورو ولایتونو هم لوبغاړي ورته رابلل کېږي خو له بده مرغه د لوبو لپاره هېڅ سم ځای نشته او سیالۍ پر سپېره ځمکه ترسره کېږي چی هم د لوبغاړو او هم د مینه وال لپاره تکلیف ده.

د ده په خبره، کله چې تېر کال د کرکټ د معیاري لوبغالي د جوړولو چارې پيل شوې د زابل ټول اوسېدونکي او په خاص ډول ځوانان ډېر ورته هیله من وو، خو دغه هیلې یې اوس ورځ پر ورځ مړاوې کېږي.

شېراحمد د زابل ولایت یو بل اوسېدونکی دی چې په اتحاد کرکټ لوبډله کې لوبه کوي، وايي که د کرکټ پر وړاندې شته ستونزې هوارې نه شي په زابل کې به په دې برخه کې شته لاسته راوړنې له خطر سره مخ شي.

د نوموړي په وينا، هېڅ معیاري لوبغالی نشته او دوی نه شی کولی په خاورینو میدانونو د ملي او نړیوالو لوبو لپاره لازم تیاری ونیسي.

شیراحمد وايي، د دوی له ډېرو هڅو او غوښتنو وروسته مرکزي دولت د یو لوبغالي لپاره پیسې منظورې کړې خو له لږ کار وروسته یې بېرته پروژه درېدلې او دوی يې پر لامل هم نه پوهېږي.

په زابل کې د کرکټ بورډ مسوولین هم مني چې د لوبغالي جوړولو په کار کې ځينې ستونزې شته او د اوس لپاره یې کار ولاړ دی، خو دوی یې د هواري لپاره هڅې کوي.

د دغه ولایت د کرکټ بورډ امر محبوب محبت پژواک اژانس ته وويل چې د کلات په مجید زابلي ښارګوټي کې جوړېدونکی د کرکټ لوبغالی د افغانستان د نشه یی توکو پر وړاندي د مبارزې وزارت لخ خوا په ۳۴ میلیونه افغانۍ جوړېږي چې قرارداد یې له یو شرکت سره شوی او کار یې پيل شوی دی.

هغه زياته کړه، وروسته له هغه چې د ولایتي ادارې له لوري ځمکه مشخصه شوه او کار پیل شو بیرته د مرکزی دولت له لوري يې کار له دې امله وځنډول شو چې دغه ځمکه په ماسټر پلان کې شنه ساحه وه او باید هلته لوبغالی جوړ نه شي.

د محبت په وينا، اوس ولایتي ادارې او د افغانستان د کرکټ بورډ سره په ګډه د ولسمشر دفتر ته وړانديز لېږلى، څو په همدغه ساحه چې کار پرې پیل شوی بیرته د کار اجازه ورکړل شی او دغه ځمکه د کرکټ لوبغالی ته ورکړل شي تر څو د پروژې پر وړاندې دغه شته خنډ له منځه یوړل شي.

هغه زیاته کړه، چې وړانديز تر اوسه د ولسمشر په دفتر کې دی او لا هم نه دی ځواب شوی.

محبت وایي د کرکټ میدان د هواري کار پای ته رسېدلی او اوس چې يې لیدونکو لپاره د ځای جوړولو وخت راغلی، خو یوه بله ستونزه هم په کې پيدا شوې، هغه د نندارچيانو د ناستې ځاى او د ميدان د اندازې ده.

د نوموړي په وينا، دوی غواړي میدان ۹۵ متره وي څو پر معیارونو برابر وي، خو شرکت وايي چې له دوى سره د ۹۰ مترو قرارداد شوی چې دا موضوع هم د افغانستان کرکټ بورډ ته تللې او تر هغه وخته چې کار پرې کېږي، چارې يې درول شوې.

د زابل ولایتي چارواکي هم د کرکټ د دغه لوبغالي د جوړېدو پر وړاندي د موجودو ستونزو څخه ناخوښ دي او وايي د کار په منځ کې دا ډول ستونزې ورته د منلو نه دي.

د زابل والي خیال محمد حسیني چې په خپله يې له يادې سيمې لیدنه کړې، وايي چې دا ډول ستونزې د منلو نه دي او مرکزي دولت او اړوند ارګانونه بايد د کار د پيل اجازه ورکړي.

نوموړي زياته کړه چې د زابل اوسېدونکي د ورزش مینه وال دي او د دغه میدان جوړېدو ته ډېر خوشاله وو.

د والي په وينا، دوى په جدي ډول هڅه کوي چې ژر تر ژره دغه ستونزه هواره کړي او پر خپل وخت د کرکټ میدان جوړ شي.

حسيني وايي، کابل ته د خپل وروستي سفر پر مهال یې دغه ستونزې د کرکټ بورډ له مسوولینو سره په جدي ډول شریکه کړې ده او هیله من دی چې ژر به ورته حل لاره پیدا شي.

د زابل چارواکو په کابل کې د کومې ادارې نوم وانه خيست، خو يوې بلې سرچينې پژواک ته وويل چې د دغه کار پر وړاندې د ښار جوړولو وزارت خنډ جوړ کړى دى.

یوه مدني فعال سردارولي وايي، د لوبغالو جوړېدل نه یواځې پر ورزش، بلکې پر امنیت، صحت، کارموندنې او نورو برخو هم مثبته اغېزه لري.

نوموړي وویل که په نږدې راتلونکي کې دغه ستونزه هواره نه شي دوی به له ورزشکارانو سره په ګډه په مدني حرکتونو لاس پورې کړي څو خپل حق له دولته واخلي.

د ښارجوړونې وزارت ويانده نيلوفر لنګر وايي، چې په پيل کې ددې لوبغالي چارې د ځېنو ستونزو له امله درېدلې وې، خو اوس يې بېرته چارې پيل شوې دي.

هغې زياته کړه، په لومړيو کې ويل شوي وو، چې دا شنه ساحه ده، خو تر څېړنو او ارزونو وروسته معلومه شوه، چې له شنې څخه بهر ده او کارونو ته يې اجازه ورکړل شوه او اوس يې کارونه روان دي.

په زابل کې د کرکټ میدان پر وړاندې په داسې حال کې ستونزې را پورته شوې چې تر دې مخکې د هوايي ډګر او نوي سل بستریز روغتون کارونه هم د ورته لاملونو له مخې ځنډول شوي دي.

Visits: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.