ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د چاپېريال ساتنې ادارې د کابل هوا پر ککړتيا اندېښنه وښوده

د چاپېريال ساتنې ادارې د کابل هوا پر ککړتيا اندېښنه وښوده

author avatar
24 Apr 2018 - 16:31
د چاپېريال ساتنې ادارې د کابل هوا پر ککړتيا اندېښنه وښوده
author avatar
24 Apr 2018 - 16:31

کابل (پژواک،۴ غويی ۹۷): د چاپېريال ساتنې ملي اداره وايي چې په کابل کې د هوا ککړتيا د اندېښنې وړ ده او د مړينې او روغتيايي ستونزو پر يوه مهم عامل بدله شوې ده.

د دې ادارې مشر شاه زمان ميوندي نن په کابل کې "پر عامې روغتيا په لوړه کچه د چاپېريال ککړتيا اغېزې، ستونزې او حل لارې" په ملي کنفرانس کې ترسره شو، په هېواد په ځانګړې توګه پلازمېنه کې د چاپېريال د وضعيت په اړه يې خبرې وکړې.

هغه وويل: "د هېواد اوسنى چاپيراليز وضعيت ډېر د اندېښنې وړ دى، په ځانګړي ډول د کابل د ښار هوا،اوبه او خاوره تر بل هر ښارزيات ککړه شوي، چې له امله يې هره ورځ زمونږ د هېوادوالو ورغتيا و چاپيرياليزو ستونزو تر تاثيراتو لاندې ده او زمونږ خلک په بېلابېلو خطرنامه ناروغيواخته کوي"

د هوا ککړتيا د خطرناک او غلي دښمن په توګه زموږ د خلکو روغتيا له جدي ګواښ سره مخ کړې او د ماشومانو د جسمي، روحي، نفس تنګۍ او ان د مړينې ډېرېدو لامل شوې ده."

د هغه په وينا،د نفوس ډېرېدل، د بې کيفيته سون توکو کارول، د داسې موټرو او ماشين الاتو ډېرېدل چې دود کوي، په هوا کې د معلقو ذرو رامنځته کېدو لامل دی او دغه ذرې د ډول ډول ناروغيو لامل شوي دي.

ميوندي وويل چې په سترو ښارونو په ځانګړې توګه کابل کې دا ډول اندېښنې ډېرې جدي دي.

 د چاپېريال ساتنې ادارې چارواکو شاوخوا څلور مياشتې وړاندې ويلي وو چې په کابل کې د (خاورو او دوړو) معلقو ذرو کچه په ۱۳۹۵ کال کې په هر مکعب متر کې له شاوخوا ۱۵۰۰ميلي ميکرو څخه  په ۱۳۹۶ کال کې په هر مربع متر کې ۵۰۰ ميلي ميکرون ته کمه شوې خو دغه کچه لا هم له نړيوالو معيارونو څخه ډېره لوړه ده.

يادې ادارې ويلي چې په هوا کې د معلقو ذرو نړيوال معيارونه له ۱۰۰تر ۱۵۰ميلي ميکرون پورې دي.

د عامې روغتيا وزارت د وقايوي طب مشر بشيراحمد حميدي وويل چې د دغه وزارت د موندنو له مخې، په هېواد کې د مړينې ۲۶سلنه د هوا ککړتيا له امله ده.

د نوموړي په وينا،اړتيا ده چې د چاپېريال ساتنې او د څښاک اوبو او پاک ساتلو لپاره يې جدي تدابېر ونيول شي او د خطرونو په اړه يې خلکو ته معلومات ورکړل شي.

طبيعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزير نجيب اقا فهيم چې په ياده ناسته کې يې خبرې کولې، وويل چې وچکالي يو نوی خطر دی  چې په هېواد کې تر پخوا د هوا د ډېرې ککړتيا لامل ګرځي.

هغه د چاپېريال ساتنې ادارې او له نورو اړوند ارګانونو وغوښتل چې د دې ستونزې د حل لپاره دې په ګډه کار وکړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.