کابل (پژواک، ٤ غويى ٩٧): ملګري ملتونه وايي چې په افغانستان کې د روانې وچکالۍ له امله پنځه سوه زره ماشومان زيانمن شوي دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د صندوق (يونيسف ) له خوا د غويي په ٤مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې سختې وچکالۍ د افغانستان ٢٢ ولايتونه ځپلي دي.
سرچينې زياته کړې چې اوس دغې وچکالۍ د افغانستان ميليونونه وګړي هم ځپلي چې په کې ٥٠٠زره ماشومان هم شامل دي.
يونيسف اندېښنه څرګنده کړه چې په راتلونکو مياشتو کې به د وچکالۍ بدې اغېزې او زيانونه نور هم زيات شي.
سرچينې ويلي چې د افغانستان په لسو ولايتونو کې د خوړو او اوبو قلت رامنځته شوى او له ٢٠ څخه تر ٣٠ پورې د اوبو سرچينې وچې شوې دي.
ملګرو ملتونو زياته کړې چې له وچکالۍ د ماشومانو زيانمنېدل ډېره اندېښمنوونکې ده او د څښلو پاکو اوبو ته د نه لاسرسي له امله به ماشومان پر بېلا بېلو ناروغيو اخته شي.
په افغانستان کې د يونيسف ادارې مشرې اډيل خودر ويلي چې د وچکالۍ له امله د ماشومانو د نور زيانمنېدو د مخنيوي لپاره بايد بيړني اقدامات وشي .
هغې زياته کړې چې د افغانستان ماشومان لا دمخه له ډېرو ستونزو او ننګونو سره مخ دي، خو وچکالۍ ددوى ژوند نور له ګواښ سره مخ کړى.
د افغانستان حکومت هم وچکالۍ اندېښمن کړى او په دې برخه کې يې له نړيوالې ټولنې د مرستې غوښتنه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر اشرف غني هم په يوه ځانګړې غونډه کې د وچکالۍ ځپلو ولايتونو لپاره ځانګړې بوديجه منظوره کړې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن