ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په جوزجان کې له ګازو څخه د برېښنا توليد پروژې عملي کار پيل شو

په جوزجان کې له ګازو څخه د برېښنا توليد پروژې عملي کار پيل شو

author avatar
24 Apr 2018 - 19:11
په جوزجان کې له ګازو څخه د برېښنا توليد پروژې عملي کار پيل شو
author avatar
24 Apr 2018 - 19:11

کابل(پژواک،۴غويی۹۷):د اوبو او انرژۍ وزارت د برېښنا د توليد لپاره له کورنيو سرچينو څخه د استفادې په موخه له خصوصي سکتور سره د څه باندې ۳۸ميليون ډالرو په لګښت د ۴۲ميګاواټه ګازي برېښنا د توليد پروژې د کار پيلېدو تړون لاسليک کړ.

په جوزجان ولايت کې له ګازو څخه د برېښنا د توليد پروژې د کار عملي کېدو تړون نن په کابل کې د اوبو او انرژۍ وزير علي احمد عثماني او بيات پاور شرکت مرستيال حميد الله رهين ترمنځ لاسليک شو.

د اوبو او انرژۍ وزير ددغه تړون لاسليکېدو په مراسمو کې وويل چې د بيات پاور کمپنۍ په دې پروژه کې له ۳۸ميليون ډېر ډالر پانګونه کوي او د ياد شوې پروژې په عملي کېدو سره به چې په شپږو مياشتو کې به بشپړه شي، د جوزجان ولايت له ګازي سرچينو څخه لږ تر لږه ۴۰ميګاواټه برېښنا توليد شي.

نوموړي زياته کړه چې په دې پروژه کې افغانستان د برېښنايي انرژۍ په برخه کې پر ځان بساينې ته نږدې کېږي او دغه راز د کورنۍ برېښنا د ودې او کاري فرصتونو رامنځ ته کېدو لپاره ګټوره ده.

نوموړي دغه راز وويل چې د ياد شوې پروژې په بشپړېدو سره به په هېواد کې له کورنۍ برېښنا ډېر کار اخيستلو زمينه برابره شي چې هېواد د پرځان بساينې پر لور بيايي.

د اوبو او انرژۍ وزير د خپلو خبرو په دوام کې وويل چې د انرژۍ د توليد په برخه کې د خصوصي سکتور پانګونه ددغه وزارت په لومړيتوب کې ځای لري ځکه په دې برخه کې د خصوصي سکتور پانګونه ډېره اغېزمنه ده.

د بيات پاور شرکت مرستيال حميد الله رهين وويل:" نن د افغانستان لپاره د برېښنايي انرژۍ په برخه کې د پر ځان بساينې له پلوه د يو ښه پيل ځانګړې ورځ ده."

له بلې خوا په ولسي جرګه کې د جوزجان د خلکو استازې فهيمې سادات د اوبو او انرژۍ وزارت څخه په مننې سره وويل چې که د جوزجان ولايت پر طبيعي سرچينو پانګونه ډېره شي، د برېښنا يي انرژۍ څخه به نه يوازې جوزجان، بلکې ټول هېواد برخمن شي.

نوموړې زياته کړه چې دداډول زېربينايي پروژو په تطبيق سره به د خلکو لپاره کاري فرصتونه هم رامنځ ته شي.

د يادونې ده چې په نننۍ ناسته کې د اوبو او انرژۍ وزير له يو شمېر خصوصي شرکتونو سره د اوبو رسونې د پنځو پروژو تړونونه لاسليک کړل.

د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکي وايي چې ددغو پروژو لګښت ۱۹۵ميليون افغانۍ دی چې د فراه، سرپل، بغلان او ننګرهار په ګډون ځينو ولايتونو کې د ويالو او استنادي ديوالونو رغول په کې شامل دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.