ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې طالبانو او سیمه ییزو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې

غزني کې طالبانو او سیمه ییزو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
24 Apr 2018 - 11:07
غزني کې طالبانو او سیمه ییزو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
24 Apr 2018 - 11:07

غزني ښار (پژواک، ٤ غويی ٩٧): د غزني حکومتي چارواکي وايي چې په جغتو ولسوالۍ کې د طالبانو د بريد له امله څلور سيمه ييز پوليس او شپږ طالبان وژل شوي دي.

د غزني د والي وياند محمد عارف نوري د غويي په څلورمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه ناوخته وسله والو طالبانو د جغتو ولسوالۍ په قياق سيمه کې د امنيتي ځواکونو پر دوو پوستو بريدونه کړي دي.

هغه وايي چې په دې بريدونو کې څلور سيمه ييز پوليس او شپږ طالبان وژل شوي او درې سيمه ييز پوليس او دوه طالبان ټپيان دي.

د نوري په وينا، بريد د سهار تر پنځو بجو دوام وکړ خو اوسمهال سيمه د امنيتي ځواکونو په کنټرول کې ده او طالبان پر شا تمبول شوي دي.

دغه راز د قياق سيمې اوسېدونکي محمد حسين پژواک ته وويل چې تېره شپه په سيمه کې سخته جګړه وه خو د جزئياتو په اړه يې معلومات نه لري.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

خو بل لور ته د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټر پاڼه کې ليکلي چې تېره شپه طالبانو د غزني ښار په اړوند سيمو کې پر پوستو بريدونه کړي چې په ترڅ کې یې اته پوليس وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي دي.

د يادونې ده، جغتو د غزني د نا امنو ولسواليو له ډلې ده چې ډېرى وخت په کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړې کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.