کابل (پژواک ٤ غويى ٩٧): ولسمشر غني وايي، نورستان د طبیعي منابعو له پلوه فقیر ولایت نه دی، خو اساسي توجه نه ده ورته شوې.
له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني، نن مازدیګر په دلګشا ماڼۍ کې د نورستان یو شمېر مشرانو، استازو او ځوانانو سره په کتنه کې د دوی ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل.
سرچينه کاږي، په پیل کې سناتور عبداللطیف نهضتیار او محمد اسماعیل اثري نورستان ولایت ته د جمهور رئیس د ځانګړې پاملرنې او د هېواد په کچه د بریالۍ بهرنۍ پالیسۍ، امنیت، اقتصادي ودې، د اوبو مدیریت، زېربنا، د فساد ضد مبارزې، ترانزیټ او انکشاف په برخه کې د حکومت په ځانګړي ډول د ولسمشر غني د کوښښونو او لاسته راوړنو قدرداني وکړه.
یادو ویناوالو د حکومت له برنامو څخه د بشپړ ملاتړ ترڅنګ د معارف، روغتیا، سرکونو، بندونو، امنیت او نورو برخو کې خپلې غوښتنې او وړاندیزونه له جمهور رئیس سره شریک کړل.
هغوی د نورستان د دوو قومونو ترمنځ د دېرش کلنې شخړې حل ته په اشارې چې د جمهور رئیس په لارښوونه په سولهییزه توګه حل شوه، وویل، دغو متضررو کورنیو سره دې له شویو ژمنو سره سم د کورونو او سرپناه جوړولو په برخه کې مرسته وشي.
جمهور رئیس د ویناوالو د وړاندیزونو او غوښتنو له اورېدو وروسته هغوی ته د ښه راغلاست پرمهال د هېواد د دفاع او ساتنې په برخه کې د نورستان د خلکو خدمتونه او اتلولۍ وستایلې.
ولسمشر غني د نورستان مشرانو ته وویل، د نورستان د امنیت د لا ښه تامین په موخه نظامي عملیات پیل شوي او دغه عملیات به له دښمن څخه د سیمو تر تصفیې او د هغوی د تهدیدونو تر دفعه کولو پورې دوام ولري.
نوموړي د کلیو پراختیا وزارت ته لارښوونه وکړه چې د ۶۰۰۰ ښوونځیو جوړولو پرمهال دې نورستان کې د ښوونځیو د ودانیو د ستونزې حل ته لومړیتوب ورکړي او په یاد ولایت کې د انکشافي پروژو د لا ښه تعقیب په موخه دې د ولسونو لپاره د وزارت یو تن د رابط غړي په توګه معرفي کړي.
هغه زیاته کړه، نورستان د منابعو او طبیعي زېرمو له پلوه فقیر ولایت نه دی، یواځې اساسي توجه غواړي چې پخوا نه وه ورته شوې.
ولسمشر د کرنې وزیر ته لارښوونه وکړه چې د نورستان د ځنګلونو احیا ته اساسي پام وکړي او همدارنګه یې له یادو مشرانو څخه وغوښتل چې د نورستان ولسونه د ځنګلونو ساتنې ته وهڅوي.
نوموړي له نورستانیانو له دې امله مننه وکړه چې تل یې د افغانستان د نورو سیمو په پرمختګونو خوښي څرګنده کړې او دا ځل چې د دوی وار دی، نو هېوادوال باید د نورستان د انکشاف او پرمختګونو هرکلی وکړي.
غني همدارنګه د ملي دفاع، کورنیو چارو او چارو ادارې عمومي ریاست مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د نورستان له هغو متضررو کورنیو سره چې د څو لسیزو خپلمنځي شخړې یې په سولهییزه توګه حل کړې، د کورونو او سرپناه لپاره لازمې مرستې وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن