ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وروستۍ يوه مياشت کې ۶۵کسان د نشه يي توکو د قاچاق په تور نيول شوي

وروستۍ يوه مياشت کې ۶۵کسان د نشه يي توکو د قاچاق په تور نيول شوي

author avatar
24 Apr 2018 - 18:20
وروستۍ يوه مياشت کې ۶۵کسان د نشه يي توکو د قاچاق په تور نيول شوي
author avatar
24 Apr 2018 - 18:20

کابل(پژواک،۴غويی۹۷):د نشه يي توکو او مسکراتو جرايمو پروړاندې د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وايي چې د هېواد امنيتي ځواکونو په تېره مياشت کې د نشه يي توکو د قاچاق په تور د يوه بهرني وګړي په ګډون ۶۵کسان نيولي دي.
دغه مرکز نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره چې يوه کاپي يې پژواک خبري اژانس ته هم را لېږل شوې، راغلي چې دغه کسان چې دوه ښځې، يو ايرانی وګړی او څلور دولتي کار کوونکي په کې شامل دي، د۵۳قضيو په تړاو نيول شوي دي.
په خبرپاڼه کې ويل شوي چې د نشه يي توکو د قاچاق له ياد شويو قضيو څخه ۲۵يې بهر ته په کابل کې د حامدکرزي نړيوال هوايي ډګر کې رامنځ ته شوې او عاملينو يې غوښتل چې هند او عربستان ته يوه اندازه پوډر قاچاق کړي.
له نشه يي توکو او مسکراتو جرايمو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز په خبرپاڼه کې راغلي چې له ياد شوو کسانو څخه،۳۸۳کيلوګرامه پوډر،۲۱کيلوګرامه ترياک،۶۲۷کيلوګرامه چرس، څه باندې ۳۲ټنه جامد کيمياوي توکي او ۲۹۰(k)تابليت کشف اوضبط شوي دي.
سربېره پردې، ويل شوي چې له نيول شوو کسانو څخه ۱۸نقليه وسيلې،۹۲سيټه ګرځنده ټيلېفونونه، دوه ميله وسله او ۷۰زره نغدې افغانۍ هم ترلاسه شوې دي.
په خبرپاڼه کې دغه راز ويل شوي چې د تېرې مياشتې په اوږدو کې له نشه يي توکو او مسکراتو سره د مبارزې د لومړۍ محکمې له خوا د نشه يي توکو د قاچاق په تور د يوې ښځې په ګډون ۲۸کسان له يو نيم کال څخه تر ۱۶کلونو بند محکوم شوي چې ډېری يې په ترتيب سره د کابل، ننګرهار او هرات ولايتونو اړوند دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.