د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

پاکستان د پټان- پاړه چنار سوداګريزه لار تړلې ده

پاکستان د پټان- پاړه چنار سوداګريزه لار تړلې ده

Apr 24, 2018 - 13:05

ګردېز (پژواک، ٤ غويی ٩٧): سيمه ييز مسوولين وايي چې پاکستاني ځواکونو د پکتيا-  پاړه چنار تر منځ سوداګريز لاره تړلې چې له امله يې دواړو خواوو ته لسګونه لوی موټر بند پاتې دي.

دوی وايي چې ياده سوداګريزه لار درې ورځې مخکې په ډنډپټان ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو له نظامي عملياتو وروسته تړل شوې ده.

د پکتيا د سوداګرۍ او صنايعو خونې رييس عبدالنصير عالميار د غويي په څلورمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې لارې د تړل کېدو له امله دواړو خواوو ته سوداګر له ستونزو سره مخ دي او افغان سوداګرو ته تر اوسه شاوخوا دوه ميليونه افغانۍ زیان اوښتی دی.

عالميار وايي چې سياسي شخړې بايد اقتصادي او سوداګريزې نه شي او د لارې د ژر خلاصېدو غوښتنه کوي.

نوموړي زياته کړه: ((دواړو خواوو ته ډېر تجارتي موټرې بند دي، په دې کې سبزيجات او مېوه جات هم دي چې ځينې يې خراب شوي او که لاره خلاصه نشي نور هم خرابيږي او زموږ او د پاکستان دواړو تجارانو ته زيات زيانونه اوړي.))

په پټان ولسوالۍ کې د صادراتو او وارداتو مسوول محمد حليم پژواک ته وويل چې د ورځې په هر سوداګريز موټر د دواړو هېوادونو د ټکسونو او موټر چلوونکو د پيسو په ګډون شاوخوا ۶۰۰۰ افغانۍ تاوان راځي.

دی وايي که رسېدلي موټر تورخم يا بلې سوداګريزې لارې ته بيايي، نو دوه چنده لګښت پرې کېږي.

ده وويل: ((هغې غاړې ته شاوخوا ۱۵۰ او دېخوا ته تر ۱۰۰ پورې لوی موټر بند دي؛ دا نن زه د هغې غاړې له تجارانو او سرحدي مسوولينو سره وغږېدم، هغوی ويل چې موږ ته اجازه نشته. هره ورځ مو تاوان زياتېږي.))

د بلال خان په نوم بل سوداګر وايي چې د سوداګريزو توکو د ښکته کولو او ساتلو لپاره ګودامونه نشته، نو ځکه اړ دي چې مالونه يې په موټرو کې پاتې او هره شېبه پرې لګښت راشي.

خان وويل: ((له دواړو دولتونو غوښتنه کوو چې يوې موافقې ته سره ورسيږي او لاره ژر خلاصه شي.))

د پکتيا د والي وياند عبدالله حسرت بيا وايي چې په ډنډپټان کې د افغان ځواکونو له برياليو نظامي عملياتو وروسته پاکستان دا لاره د فشار په موخه تړلې، خو په خبره يې اوس د لارو په تړلو کومه ستونزه نه رامنځته کېږي.

حسرت د سوداګرو د ستونزې په حل ټينګار کوي او وايي چې په اړه يې په پلازمېنه کابل کې د دواړو خواوو د اقتصادي او سوداګريزو مسئولينو لخوا خبرې کيږي او هيله من دی چې لاره خلاصه شي.

ده زياته کړه: ((فکر کوم څوک چې د تجارت په نړيوال سازمان کې غړيتوب هم ولري او په ورته نورو تړونونو يې هم لاسليک کړی وي او بيا هم د سوداګرۍ پر وړاندې دغسې خنډونه ايجادوي، دا مطلقا د هغو اصولو سره په ټکر کې ده.))

پاکستاني ځواکونو تر اوسه د دې موضوع په اړه رسنيو ته څه نه دى ويلي.

د يادونې ده، د پټان سوداګريزه لاره له ګاونډي پاکستان سره تر ټولو نږدې، اسانه او ارزانه لاره ده خو دا څويم ځل دی چې د سياسي شخړو له امله تړل کېږي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement