اسعد اباد (پژواک، ٤ غويى ٩٧): چارواکي وايي چې د کونړ ولایت په چپه دره ولسوالۍ کې د داعش ډلې يو قوماندان وژل شوی.
د کونړ د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول فرید دهقان پژواک خبرى اژانس ته وويل چې تېره ورځ د افغان امنیتي ځواکونو د چپې درې ولسوالۍ په سیدور کلي کې ځانګړي عمليات کړي دي.
هغه پژواک اژانس ته وويل چې په دې عملياتو کې د داعش ډلې قوماندان قاري زاهد چې په پيري مشهور و، وژل شــوی او جسد يې هم په سيمه کې پاتې دى.
دهقان زیاتوي، په دغو چاڼیزوعملیاتو کې وسلې، مهمات او چاودېدونکي توکي هم افغان ځواکونو ترلاسه کړي دي.
د نوموړي په وينا، په دې عملياتو کې افغان امنیتي ځواکونو او ملکي خلکو ته هېڅ زیان نه دی رسېدلی.
داعش ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن