ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دوستم: راتلونکې اوونۍ په ترکيه کې د افغانستان د نجات ايتلاف ستره ناسته جوړېږي

دوستم: راتلونکې اوونۍ په ترکيه کې د افغانستان د نجات ايتلاف ستره ناسته جوړېږي

author avatar
25 Apr 2018 - 17:14
دوستم: راتلونکې اوونۍ په ترکيه کې د افغانستان د نجات ايتلاف ستره ناسته جوړېږي
author avatar
25 Apr 2018 - 17:14

ميمنه (پژواک، ٥ غويى ٩٧): د ولسمشر لومړى مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم وايي چې ډېر ژر به هېواد ته ستون شي او راتلونکې اوونۍ په ترکيه کې د افغانستان نجات ايتلاف ستره غونډه جوړېږي چې اغېزناکې سياسي څېرې به په ګډون ولري.

لومړي مرستيال تېره شپه د ټيلېفون له لارې په ميمنې ښار کې د خپلو پلويانو يوې سترې غونډې ته وينا وکړه او ویې ويل چې ډېر ژر به هېواد ته را ستون شي.

نوموړي همدارنګه وويل چې راتلونکې اوونۍ په ترکيه د افغانستان د ژغورنې ايتلاف ستره غونډه جوړوي چې د ولسي جرګې د لومړي مرستيال همايون همايون، د کندهار د امنيه قوماندان جنرال رازق او د ملي شورا يو شمېر غړي به په کې ګډون وکړي.

جنرال دوستم وويل: ((په دې ناسته کې به هر مطرح کېدونکی انتقاد او موضوع به په دې معنا نه وي چې موږ د نظام ضد يو، بلکې د نظام د اصلاح او ټينګښت لپاره هڅه کوو، اشرف غني د هېواد قانوني او مشروع ولسمشر دى، ولسمشر موږ خپله ټاکلى او نظام مو جوړ کړى، په هېڅ صورت د نظام پر ضد نه يو.))

د بهرنيو چارو وزير او د اسلامي جمعيت ګوند سرپرست صلاح الدين رباني، د بلخ پخوانى والي عطا محمد نور، د حکومت د اجرائیه رياست لومړى مرستيال او د وحدت مردم ګوند مشر محمد محقق تېر کال د ترکيې انقرې ښار ته ولاړل او هلته يې د ولسمشر له لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم سره د د افغانستان د نجات ايتلاف عالي شورا په نامه نوى سياسي ايتلاف جوړ کړ.

جنرال دوستم د خپلو خبرو بله برخه کې له خلکو به ځانګړي ډول له خپلو پلويانو وغوښتل چې د نوم ليکنې پروسه کې په پراخه ډول ګډون وکړي او ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ته وړ او پوه کسان د خپلو استازو په توګه وټاکي.

هغه وويل: ((هر څنګه چې وي د نوم ليکنې پروسه کې ګډون وکړئ، ځکه چې اوسمهال په دې پروسه کې د خلکو پيکه ګډون ډېر د اندېښنې وړ دى او د نورو ولايتونو په پرتله د فارياب ډېرو کمو اوسېدونکو د نوم ليکنې پروسه کې ګډون کړى دى.))

له بلې خوا جنرال دوستم په هېواد کې د امنيتي وضعيت د "ښه والي" په اړه خوشبيني وښوده او وويل چې بخوا یې حکومت ته د امنيت د ښه والي په اړه امنيتي طرحې وړاندې کړې وې چې هغه مهال ورته پاملرنه ونه شوه، خو اوس يې په عملي کېدو سره وضعيت مخ په ښه کېدو دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.