ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان د کانونو په برخه کې د بين الدولتي ادارې (IGF) غړيتوب ترلاسه کړ

افغانستان د کانونو په برخه کې د بين الدولتي ادارې (IGF) غړيتوب ترلاسه کړ

author avatar
25 Apr 2018 - 16:11
افغانستان د کانونو په برخه کې د بين الدولتي ادارې (IGF) غړيتوب ترلاسه کړ
author avatar
25 Apr 2018 - 16:11

کابل (پژواک، ۵ غويی ۹۷): د هېواد د کانونو او پټروليم وزارت وايي چې افغانستان د کانونو په برخه کې د بين الدولتي ادارې (IGF) غړيتوب ترلاسه کړ.

د کانونو او پټروليم وزارت سرپرستې نرګس نهان سره له دې چې پرمختللی استخراجي سکتور یې مهمه اړتيا وبلله، د يادې ادارې غړيتوب يې د کانونو د کار په لړ کې يو طلايي چانس وباله.

د کانونو او پټروليم وزارت سرپرستې په وينا، IGF د منرالي سرچينو په برخه کې يوازېنۍ پاليسي جوړوونکې اداره ده چې له غړو هېوادونو سره د وړتياوو لوړولو، له کانونو د سمې او دوامداره استفادې په برخو کې مرسته او همکاري کوي.

هغه زياته کړه چې دغه اداره په دې برخه کې له تمويلوونکو ادارو، نړيوالو سازمانونو، مدني ټولنې او خصوصي سکتور سره په کلنيو ناستو کې همغږي کوي.

د کانونو او پټروليم وزارت وياند عبدالقدير مطفی وويل چې (IGF) يوازېنۍ بين الدولتي او بين المللي اداره ده چې له غړو هېوادونو سره د منرالي سرچينو د پاليسيو د لارښوونې ترتيب او موخې ته په رسېدو کې د سمې استفادې، ډېرې ګټې، بهرنۍ پانګونې د جلب او اقتصادي ودې لپاره کومک او همکاري کوي.

د نوموړي په وينا، په (IGF) نړيواله اداره کې د هېواد په غړيتوب سره د افغانستان لپاره د يادې ادارې په غونډو کې ګډه زمينه برابرېږي او په دې غونډو کې افغانستان کولای شي د ظرفيت، پاليسۍ او لار ښوونې جوړونې، منرالي سکتور سرچينو مرستو جلبولو او د کانونو د استخراج پاليسۍ د طبيق په برخه کې د يادې شوې ادارې له وړتياوو برخمن شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.