ښرنه (پژواک، ٥ غويى ٩٧): په پکتيا پوهنتون کې د ۶۷ ميليونه افغانيو په لګښت د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې.
د پکتيا پوهنتون رييس دوکتور سيد ولي جلالزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا ودانۍ د لوړو زده کړو وزارت په بوديجه په درې پوړونو او ديارلس نيمې بسوې ځمکه کې جوړيږي.
د ده په وينا، ياده ودانۍ به ۴۰ درسي او اداري خونې ولري او په يو وخت به په کې دولس سوه محصلين زده کړې وکړی شي.
هغه زياته کړه، د دغه پوهنځي محصلين اوسمهال د اقتصاد پوهنځي په ودانۍ کې پر زده کړو بوخت دي چې د ځای د کموالي له امله د دواړو پوهنځيو محصلين او اداري کارکوونکي له ځينو ستونزو سره مخامخ دي.
جلالزی وايي: ((د دې ودانۍ د کارونو نظارت به ان شاءالله د يو مهالوېش له مخې په دوامدار شکل زموږ د انجينري پوهنځي د څلورم صنف محصلين کوي؛ ولسمشر په دې هڅه کې دی چې د تېر په څېر بې کيفيته کار ونه شي او د همدې لپاره غواړي د انجنيري محصلين عملي کار او څار وکړي؛ زه اطمينان درکوم چې د دې ودانۍ چارې به په پوره کيفيت او کوالټي سره تر سره کيږي.))
د پکتيا والي شميم خان کټوازي وويل چې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي محصلين به په راتلونکي کې د مهمو چارو واګي په لاس کې اخلي او له هغوى يې وغوښتل چې سر له اوسه هېواد ته د خدمت او سمون په نيت زده کړې وکړي.
همدارنګه د ګردېز اړوند په مهلن سيمه کې د څه باندې پنځه نوي زرو ډالرو په لګښت د قادري په نوم کارېز او کانال د TLO موسـسې په مرسته جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
د دې پروژې مسوول انجنير اسدالله پژواک ته وويل چې د دې پروژې ۵۹ سلنه لګښت د موسـسې او ۴۱ سلنه د خلکو ونډه وه چې له جوړېدو سره يې لسګونو کورنيو ته پاکې اوبه برابرې او ۴۵۰ جريبه ځمکه ترې خړوبيږي.
اسدالله وايي: ((درې چينې وې چې هغه مو د شاوخوا ۲۰۰ متره لمبورونو په واسطه سره يو ځای کړې او ۲۲۳۶ متره پايپونه مو ورته ولګول؛ شاوخوا ۱۳۰ فاميلونه ترې مستفيد کېږي، چې ځينو ته يې د څښاک اوبه هم برابرې شوې او د منهول له لارې يې مستقيم کورونو ته هم بېولی شي او همدارنګه ۳۰۵ جريبه خاره او ۱۴۵ جريبه زراعتي ځمکه ترې خړوبيږي.))
د پکتيا ولايتي شورا او اصلاحي جرګې څو ځلې د دغه ولايت په پوهنتون کې د وترنري پوهنځي د ايجاد، د ژورنالېزم او کمپيوټر ساينس څانګو د مستقل کېدو او د طب پوهنځي د کادري روغتون جوړېدو غوښتنه کړې، خو په دې تر اوسه اقدام ندی شوی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن