ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر: د رايې ورکوونکو د نوم لیکنې د مرکزونو د امنیت لپاره دې عملي برنامه جوړه شي

ولسمشر: د رايې ورکوونکو د نوم لیکنې د مرکزونو د امنیت لپاره دې عملي برنامه جوړه شي

author avatar
25 Apr 2018 - 20:24
ولسمشر: د رايې ورکوونکو د نوم لیکنې د مرکزونو د امنیت لپاره دې عملي برنامه جوړه شي
author avatar
25 Apr 2018 - 20:24

کابل (پژواک ٥ غويى ٩٧): د اعلى سرقومندانۍ په غونډه کې ولسمشر غني ويلي، په یوه اونۍ کې دې د تذکرو د وېش او د رايې ورکونکو د نوم لیکنې د مرکزونو د امنیت په خاطر عملي برنامه چمتو شي.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د وسله‌والو ځواکونو د اعلی سرقومندانۍ دغې غونډه کې چې نن جوړه شوه، د کابل ښار او د تذکرو او نوم لیکنې د مرکزونو د امنیت لپاره پر تدابیرو او عملي برنامې ټینګار وشو.

سرچينه کاږي، لومړى د هېواد د امنیتي او دفاعي ارګانونو مسوولینو د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې اړوند د قلعه ناظر د وروستۍ تروریستي پیښې د څرنګوالي په اړه خپل راپور وړاندې کړ.

سرچينه زياتوي، ولسمشر او د وسله‌والو ځواکونو اعلی سرقومندان د یاد راپور له اورېدو وروسته د هېواد د امنیتي او دفاعي ارګانونو مسوولینو ته لارښوونه وکړه، چې له هراړخیزې ارزونې وروسته دې په یوه اونۍ کې د کابل ښار په ځانګړي ډول د کابل د لویدیځ او دغه راز د ټول هېواد په کچه د تذکرو د وېش او د رايې ورکونکو د نوم لیکنې د مرکزونو د امنیت په خاطر عملي برنامه چمتو او د جمهوري ریاست عالي مقام ته وسپاري.

دوه ورځې مخکې د کابل ښار د شپږمې حوزې اړوند په دشت برچي سيمه کې د تذکرو وېشلو پر يوه مرکز ځانمرګی بريد ترسره شو، چې ٦٩ کسان په کې ووژل شول او ١٢٠ ټپيان شول. د دغه بريد مسووليت داعش وسله والې ډلې منلى دى.

د خبرپاڼې په حواله، په دې غونډه کې دغه راز اشرف غني د پکتیا ولایت په انځرګي کنډو کې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو بریالي عملیات چې له امله یې د دښمن اکمالاتي لار وتړل شوه، وستایل.

د اعلی سرقومندانۍ غونډې له کورنیو چارو وزارت څخه ملي دفاع وزارت ته د عامه نظم او سرحدي ځواکونو پر لېږد او د واحدې قومندانۍ په جوړولو بحث وکړ او په اړه یې لازمې لارښوونې وکړې.

د غونډې په پای کې د بلخ، فاریاب، سرپل، جوزجان، غزني، اروزګان، فراه، بادغیس، پکتیا او ننګرهار ولایتونو پر عمومي امنیتي وضعیت او علمیاتي پلانونو بحث وشو او د دغو ولایتونو د امنیتي وضعیت د ښه والي په خاطر یې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.  

ولسمشر د ننګرهار د امنیت او عملیاتي پلان په اړه وویل، په دې ولایت په ځانګړي ډول جلال اباد ښار کې د امنیت په برخه کې شوي اقدامات کافي نه دي او  د جلال اباد ښاریان به د دغه ښار د امنیت په برخه کې ژر د لا زیاتو عملي اقداماتو شاهدان وي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.