لښکرګاه (پژواک، ٥ غويى ٩٧): ناپېژاندو وسله والو په هلمند ولايت کې له دوو پېغلو خويندو سرونه پرې کړې دي.
د هلمند د ګرشک ولسوالۍ ولسوال محمد سليم رودي د غويي په ٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه خويندې درې ورځې مخکې له ګرشک بازاره نادرکه شوې وې.
هغه زياته کړې، دغه خويندې چې عمرونه يې د ١٨ او ٢٢ کلونو دي، له خپلې مور سره بازار ته راغلې وې، کله چې يې مور درملتون ته ننوځي، نو دا خويندې نادرکه کېږي.
ولسوال وايي چې د دوى سر پرې جسدونه پرون ماښام پوليسو د ولسوالۍ له مربوطاتو موندلي او د ګرشک روغتون ته يې وړي دي.
د نوموړي په وينا، تر اوسه دا نه ده معلومه چې دا نجونې په خپله له چا سره تللې وې او که تښتول شوې دي.
د ګرشک روغتون يوې سرچينې پژواک ته وويل چې تېره شپه دوى ته د دوو نجونو جسدونه ور وړل شوي او دوى يې د عدلي طب معاينات پيل کړي چې پايلې به يې وروسته شريکې کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن