ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې د ولسي جرګې غړيتوب لپاره نږدې سل کسان غواړي ځانونه ونوموي

کابل کې د ولسي جرګې غړيتوب لپاره نږدې سل کسان غواړي ځانونه ونوموي

author avatar
25 Apr 2018 - 19:32
کابل کې د ولسي جرګې غړيتوب لپاره نږدې سل کسان غواړي ځانونه ونوموي
author avatar
25 Apr 2018 - 19:32

کابل (پژواک،۵غويی۹۷): په کابل کې د ولسي جرګې د ۷۹ سلنه غړو او پخواني پړاو درېيو غړو په شمول ۹۴ کسان وايي، غواړي په کابل کې د يادې شوې جرګې راتلونکي پړاو د غړيتوب لپاره ځانونه ونوموي.

د پژواک خبري اژانس موندنې ښيي چې د يادو شويو ټولو احتمالي نوماندانو لس سلنه يې ښځې او ۲۸سلنه يې سوداګر دي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د معلوماتو له مخې، د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو راتلونکې ټاکنو لپاره چې د روان کال د تلې په ۲۸مه نېټه ترسره کېږي، د رايې ور کوونکو د نوم ليکنې لومړی پړاو د ولايتونو په مرکزونو کې د وري له ۲۵مې د غويي تر ۲۲مې، دويم پړاو يې په ولسواليو کې د غويي له ۲۵مې د غبرګولي تر ۷مې او درېيم پړاو يې په کليو او لرې پرتو سيمو کې د غبرګولي له ۷مې د هماغه مياشتې تر ۲۲مې ترسره کېږي.

د ټاکنو د تقويم له مخې، ټاکل شوې ده چې د دغو ټاکنو د نوماندانو نوم ليکنه د غبرګولي په ۵مه پيل شي.

د افغانستان تابعيت، پر جنايت، بشري ضد جرمونو نه محکومېدل او يا د محکمې له خوا د مدني حقوقو څخه نه بې برخې کېدل، د ۲۵کالو عمر پوره کېدل، د ولسي جرګې په ټاکنو کې د نوماندۍ لپاره د ضمانت په توګه د ۳۰زره افغانيو ورکړه او د رايې ور کوونکو د نوم ليکنې مرکز ته د ۱۰۰۰ په نښه شويو تذکرو وړاندې کول، د ولسي جرګې لپاره د نوماندانو لپاره ټاکل شوي شرطونه دي.

د پژواک موندنې ښيي چې تر اوسه د کابل له ټاکنيزې حوزې څخه د ولسي جرګې د ۳۳ چوکيو ترلاسه کولو لپاره ۹۴ کسانو خپل ځانونه کانديد کړي دي.

د ولسي جرګې د شپاړسم تقنيني پړاو غړي

د ولسي جرګې د اوسني پړاو له هرو لسو غړو څخه، اتو کسانو يې ويلي چې د دغې جرګې په راتلونکو ټاکنو لپاره ځانونه کانديدوي.

احسان الله صاحبزاده، الله ګل مجاهد، انورخان اوریاخېل، تورپېکی پتمن، جعفر مهدوي، ربابه پرواني، رمضان بشردوست، رمضان جمعه زاده، زمرک پادخوابي، سید علي کاظمي، شینکۍ ذهین کړوخېل، عبدالحفیظ منصور، عبدالقادر ځاځى وطندوست، عبیدالله کلیمزی وردګ، عرفان الله عرفان، عزت الله عاطف، فاطمه نظري، فوزیه ناصریار، قدرت الله سهاک، قیس حسن، کبرا مصطفوي، محمد فرهاد صدیقي، محمد داوود کلکانی، محمد هاشم مهدوي، میرامان الله ګذر او نظیفه ذکي د ولسي جرګې د اوسني پړاو هغه ۲۶غړي دي چې ويلي يې دي، غواړي ولسي جرګې ته بيا خپل ځانونه کانديد کړي.

خو د ولسي جرګې د اوسني پړاو له پاتې غړو څخه دوه تنه يې (شېر ولي وردګ او قربانعلي عرفاني) وژل شوي، فرخندې زهرا نادري او محمد يونس قانوني ويلي چې تر اوسه يې د ولسي جرګې ورپسې پړاو ته د نوماندېدو په اړه پرېکړه نه ده کړې او درې نورو کسانو((بکتاش سياوش، شکريه بارکزۍ و شريف الله کامه وال) سره اړيکه ونه نيول شوه.

د يادونې وړده چې بکتاش سياوش، فرخنده زهرا نادري، محمد يونس قانوني، شکريه بارکزۍ او شينکۍ ذهين کړوخېل د ولسي جرګې په اوسني پړاو کې د يو څه وخت لپاره غړيتوب درلود، خو اوس د ملي شورا غړيتوب نه لري او په نورو برخو کې کار کوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.